"د پیاوړي افغان دولت جوړول عملي نه دي"

د خپريدو وخت: 05:31 گرینویچ - پنجشنبه 25 اکتوبر 2012 - 04 لړم 1391

د برتانیې د پارلمان غړو له حکومته وغوښتل، چې د افغان مېرمنو په ضد د تاو تریخوالي ختمو لو لپاره نور ډېر څه وکړي.

برتانیا پارلمان کې د نړیوالې پراختیا کمیټه وايي،کېدای شی د برتانیا حکومت دا ومني چې په افغانستان کې د یوه پیاوړي دولت رامنځ ته کول عملي نه دي.

د پارلمان دې اغېزمنې کمېټې ویلي دي د برتانیا حکومت باید افغانستان کې د بېوزلۍ په له منځه وړلو خپلې هڅې راغونډې کړي.

دې کمیټې په خپل رپوټ کې ویلي، د برتانیا حکومت باید د افغان حکومتي ادارو جوړولو د پلانونو په ځای د مرستو په عنعنوي هدفونو غور وکړي.

د پارلمان غړي وايي په دې کې د افغان مېرمنو د حالت ښه کولو هڅې هم شاملې دي.

حکومتي چارواکو ویلي دي له افغان مېرمنو سره د مرستو کولو لباره نور ډېر څه کولو ته ژمن دي.

رپوټ کې د افغانانو بېوزلۍ ته هم اشاره شوې.

د دې تر څنګ په رپوت کې راغلي چې د افغان مېرمنو وضع د نارینه وو په پرتله درې چنده خرابه ده او داسې ډېر احتمال شته، چې بې زده کړو پاتې شي.

خو له دې سره سره په رپوټ کې تاکید شوی دی، چې د دې هېواد خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې باید یوازې پرې نه ښودل شي.

د کمیټې مشر میلکم بروس ویلي، افغانان غواړي هېواد یې بریالی وي او برتانیا ورسره کله چې یې پوځیان له دې هېواده را ووځي لویې مالي مرستې جاري وساتي.

د ښځو حقونه

د کمیټې په رپوټ کې راغلي د ښځو د حقونو په اړه چې څومره خبرې کېږي، هغومره په دې لړ کې عملي ګامونه نه دي اخېستل شوي.

د رپوټ له مخې کله چې له افغانستانه پوځیان را ووځي، هغه مهال به له مېرمنو سره له کېدونکي چلند څخه معلومېږي چې ایا د هغوی وضع ښه شوې که څنګه؟

"افغانستان کې دوه اعشاریه دوه ملیونه نجونو سره ښونځي ته د تګ لپاره مرسته شوې ده. د برتانیا د نړیوالي پراختیا وزارت"

دا کمیټه چې د ټولو ګوندونو غړي په کې دي وايي، چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته افغان مېرمنې لاس ته راوړنې لري، خو اوس هم له لویو ستونزو او زیانونو سره مخامخې دي.

رپوټ کې راغلي دي، چې د برتانیا د پارلمان یو شمېر غړو ته چې په دا وروستیو کې افغانستان ته تللی وو، معلومه شوه چې د مېرمنو وضع د ۲۰۰۷ کال په پرتله، چې د پارلمان غړي هلته د حقیقت موندنې لپاره ورغلي وو، ډېره خرابه شوې ده.

رپوټ کې دغه راز ویل شوي دي، داسې کافي شواهد نه دي لېدل شوي، چې د برتانیا د نړیوالي پراختیا وزارت پروګرامونه دي د افغان مېرمنو دحقونو په خوندې کولو کې مرسته کوي.

د پارلمان غړو له حکومته وغوښتل، چې د مېرمنو په ضد د تاو تریخوالي ختمولو لپاره نور ډېر څه وکړي.

رپوټ کې دا غوښتنه هم شوې ده، چې پاید د برتانیا په مرسته د مېرمنو او نجونو زده کړو ته ډېر پام وشي.

د برتانیا د نړیوالي پراختیا وزارت د دې رپوټ په اړه په خپل غبرګون کې ویلي دي، چې د پرتانیې مرسته له وړاندې نه هلته اغېزلري او دوه اعشاریه دوه ملیونه نجونو سره ښونځي ته په تګ کې مرسته شوې ده.

خو د دې وزارت ویاند ومنله، چې اوس هم په دې برخه کې لویې ننګونې په مخ کې دي او د برتانیا د نړیوالي پراختیا نوي وزیر د دې خبرې د باوري کولو لپاره چې افغان مېرمنې د خپل ژوند په اړه د پرېکړو کولو چانس ولري، د نورو مرستو ژمنه کړې ده.

د اکسفام خیریه موسسې هم ویلي دي، چې د پراخې بېوزلۍ له امله افغانستان کې د مېرمنو د حقونو او اداري فساد په لړ کې ډېرې ننګونې په مخ کې پرتې دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .