غزني کې د نشه کوونکو شمېر درې برابره ډېر شوی

د خپريدو وخت: 11:59 گرینویچ - 28 اکتوبر 2012 - 07 لړم 1391

د رسمي شمېرو له مخې اوس په غزني کې د روږدوشمېر د۶۰ زره کسانو په شاوخوا کې اټکل شوى دی.

غزني د افغانستان له هغو ولايتونو څخه یو دی چې په کې له لويه سره د کوکنارو د کښت څرک نه لګيږي.

خو په نشه د روږدو کسانو شمېر په کې لږ نه دي، بلکې د پخوا په پرتله درې برابره زيات شوى دي.

د رسمي شمېرو له مخې اوس په غزني کې د روږدو شمېر د۶۰ زره کسانو په شاوخوا کې اټکل شوى دی.

په مخدره موادو د روږدو کسانو خپلوان وايي، چې تر ډېره حده په دې برخه کې لګول شوې پېسې په نورو پروژو لګول شوې دي.

د دوی په خبره د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې ډېر څه نه دي شوي.

دغزني ښار اوسيدونکی نجيب الله وايي چې " تاسي ته معلومه ده چې په غزني کې د نشه کوونکو شمېر ډېر دی، زما يوخپلوان هم په مخدره موادو روږدى دى، دلته يو د درملنې مرکز دی، چې هغه ایله ۱۰ بستره لري چې دا ډېر څه نه شي کولاى."

"ښه به داوي چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له لوري غزني ته په ورکړل شويو پېسو دروږدو کسانو د درملنې مرکز سمبال او ورته پراختيا ورکړله شي."

د غزني ښار اوسېدونکی محمد نعيم

د روږدو شمېر ته په کتو يو ۱۰ بستريز مرکز د دې جوګه نه دی، چې دشاوخوا ۶۰ زرو روږدو درملنې ته زمینه برابره کړي.

په نشه د روږدو کسانو يو شمېر خپلوان وړانديز کوي چې په دې برخه کې په شته پېسو بايد نورې پروژې ونه رغول شي.

دغزني ښار یواوسيدونکى محمد نعيم وايي چې " ښه به داوي چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت له لوري غزني ته په ورکړل شويو پېسو دروږدو کسانو د درملنې مرکز سمبال او ورته پراختيا ورکړله شي."

په غزني کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د رياست چارواکي هم مني چې هرکال له غزني سره په دې نوم چې ګواکې د مخدره توکو له کښت څخه پاک دي، يو ميلون ډالره مرسته کيږي.

د نورو پروژو پلي کول

له مخدره موادو سره د مبارزې درياست دعامه پوهاوي دڅانګي مشر حکيم الله کوچى وايي چې " که څه هم په دې برخه کې په راستول شويو پېسو نورې پروژې، لکه د غزني ښار د شيخ عطار ليسه، د شهيد ميوندوال د دارالمعلمين دودانې ديوال او دغېني په سيند کې داستنادي ديوال جوړول شامل دی، چې دا کارونه موږ له ولايتي چارواکو سره په مشوره تر سره کړي، خو تر اوسه پورې دروږدو سره د دغه رياست له لوري کومه پام وړ مرسته نه ده شوې. د ده په خبره" اوس پلان لرو چې د روږدو د درملنې مرکز له ۱۰ بستريز څخه۲۰ بستريز کړو."

هرکال له غزني ولايت سره د مخدره توکو په ضد د مبارزې د وزارت له لوري يونيم ميلون ډالره مرسته کیږي.

کارپوهان په دې باور دي، چې که چېرې داپېسې د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې لګول شوې وای، شاید تر ډ يره حده به د شته ستونزو کچه هم را ټیټه شوې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .