د افغانستان او ایران خپل منځي سوداګري اغېز منه شوې

د خپريدو وخت: 10:52 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

د تېر کال په اوږدو کې ايران افغانستان ته د يوۀ ميليارد او ۳۰۰ ميلونو ډالرو په ارزښت توکي را استولي وو.

که تېره لسيزه په پام کې وي،افغانستان ته د ايراني سوداگريزو توکيو د رالېږدولو کچه نژدې هر کال ختلې.

يوازې د تېر کال په اوږدو کې ايران افغانستان ته د يوۀ ميليارد او ۳۰۰ ميلونو ډالرو په ارزښت توکي را استولي وو، خو اوس د ايران سياسي حالاتو د دغه هېواد پر دغه خورا توده سوداگرۍ داسې سيورى کړى چې، افغان سوداگر وايي له ايرانه د توکيو د رالېږدولو لړۍ ښايي سل په سلو کې په ټپه ودريږي.

د افغانستان د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي بي بي سي ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې چې ايران افغانستان ته ۲۵ ډوله خوراکي او د کارخانو اومه توکي بند کړي دغه هېواد ته يې صادرات شاوخوا ۶۵ په سلو کې کم شوي دي.

"له تېرې يوې مياشتې چې ايران افغانستان ته ۲۵ ډوله خوراکي او د کارخانو اومه توکي بند کړي دغه هېواد ته يې صادرات شاوخوا ۶۵ په سلو کې کم شوي دي."

خان جان الکوزی

افغان سوداگر وايي چې له کومه راهيسې، پر ايراني بانکونونو نړيوال بنديزونه لگول شوي، افغان سوداگر نه شي کولاى چې هغه هېواد ته په قانوني ډول د سوداگرۍ لپاره پيسې وليږي.

افغان سوداگر وايي چې په قانوني ډول دا چاره تر سره کيدى نه شي او که څوک يې په ناقانونه ډول د ليږدولو هڅه وکړي له پيسو سره يو ځاى د ايراني پوليسو له خوا نيول کيږي او نورې سرخوږونکې دوسيې ورته پرانستل کيږي.

د افغانستان سوداگرۍ خونه وايي دا چې ايران خپل توکي نژدې له يوه مخه پر افغانستان ودرول، له افغان سوداگرو سره يې انديښنې پيدا کړې دي او د دغه هېواد د روانې سوداگرۍ پر تگلورۍ کې يې تشه رامنځ ته کړې ده.

سوداگر وايي چې اوس ښايي د دغې تشې د ډکولو په موخه منځني ختيځ، خليج، چين، پاکستان، هندوستان يا منځنۍ اسيا ته مخه وکړي، خو سوداگر خبردارى ورکوي چې د دغو هيوادونو توکي کې به د ډير واټن له کبله د ايران د توکيو په پرتله گران پريوځي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .