"ولسي مرګ ژوبلې مخنیوي کې ناغېړي شوې"

د خپريدو وخت: 17:08 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

کمیسیون وایي حکومت ته ځیني وړاندیزونه لري چې باید په جدي توګه يې عملي کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې د حکومت پر پروګرامونو نیوکې کوي او وایي په دې اړه يې خپل پروګرامونه په سیستماتیک او پر له پسې ډول نه دي تعقیب کړي.

د بشري حقونو کمیسیون په خبره یوازې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۸۳ ملکیان وژل شوي دي چې دا د تېر کال همدې مودې په پر تله ډېر والی ښیي.

کمیسیون وایي حکومت ته ځیني وړاندیزونه لري چې باید په جدي توګه يې عملي کړي.

جنګ جګړې وینې تویېدنې د افغانستان د خلکو د عادي ژوند یوه برخه ګرځېدلې ده.

داسې ورځې به ډېرې کمي وي چې په رسنیو کې د لسګونو ملکي وګړو د وژنې خبره نه وي شوې.

پېښې په بېلا بېلو ډولونو شوي لکه د سړک د غاړې ماینونه، شپنیز عملیات، ځانمرګي بریدونه او داسې نور.

خو په دې وروستیو کې د ځانګړو او عامو مراسمو پر مهال د چارواکو په نخښه کول هغه نوي تکتیکونه دي چې د ډېر شمېر ملکي وګړو د وژنې سبب شوي او د عامو خلکو تر منځ یې وېره او اندېښنې لا ډېرې کړې دي.

بېلګې

د دغه ډول بریدونو بېلګې ډېرې دي. څو ورځې دمخه د لوی اختر د لمانځه پرمهال یوه ځانمرګي برید کوونکي د میمنې په یوه جومات کې ظاهرا د فاریاب امنیې قومندان په نخښه کړ چې د امنیتي ځواکونو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله وا وښته.

پېښې په بېلا بېلو ډولونو شوي لکه د سړک د غاړې ماینونه، شپنیز عملیات، ځانمرګي بریدونه او داسې نور.

تر دې وړاندې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د جنازې د مراسمو پر مهال د دور بابا ولسوال په نخښه شو او تر ۵۰ ډېر مړه او ټپیان شول.

د روان میلادي کال په لومړیو کې د افغانستان د پارلمان پخوانی استازی احمد خان سمنګانی د خپلې لور د واده د مراسمو پر مهال تر برید لاندې راغی چې د ده په ګډون واده ته ورغلي ۱۵ تنه ووژل شوه او تر ۴۰ ډېر ټپیان شول.

د همدې کال د اپریل په ۱۴ نېټه د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې هم وسله والو مخالفین د همدغه تکتیک په پلي کېدو سره هغې قومي جرګې ته ورننوتل چې یوه قومي او پخواني جهادي مشر ملک زرین ګډون په کې درلود.

دغلته هم تر ۲۰ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله وا وښته.

دغه راز د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۲۶ نېټه د تخار ولایت په مرکز تالقان کې ځانمرګی برید کوونکی له چاودېدونکو توکو سره د خلکو هغې ټولنې ته ننوت چې د جنازې د مراسمو لپاره راټول شوي و او حکومتي چارواکو هم ګډون په کې درلود.

په دغه برید کې ۲۰ تنه مړه او شاخوا ۴۰ ټپیان روغتونونو ته یوړل شول.

سویلي ولایت کندهار هم د دغه ډول پېښو نه په امان نه دی پآتې شوی.

هلته هم د ۲۰۰۵ کال په جون کې ځانمرګي برید کوونکې په جومات کې دننه د خلکو په هغه ګڼه ګوڼه کې برید وکړ چې د کابل د پولیس د مشر په ګډون لسګونه عام وګړي د فاتحې په مراسمو کې راټول شوي وو.

سویلي ولایت کندهار هم د دغه ډول پېښو نه په امان نه دی پآتې شوی.

دا او نورې داسې پېښې هم شوي چې ظاهرا چارواکې په کې په نخښه شوي خو تر څنګ یې لسګونه او آن سلګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغه بریدونه څوک کوي؟

دا هغه پوښتنه ده چې لا هم بې ځوابه ده ځکه تر ډېر ه وسله والو طالبانو د هغو بریدونو پړه نه ده منلې چې ملکيان په کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ملکي مرګ ژوبلې په راکمېدو کې د افغان حکومت پروګرامونه اغېزمن نه بولي.

د دغه کمیسیون اجرایوي مشر محمد موسی محمودي بي بي سي ته وویل حکومت د ملکي تلفاتو د مخنیوي د لارو چارو پر ځای تر پېښو وروسته په غبرګون بسنه کړې ده.

دی وايي حکومت باید د دې چارې لپآره ځانګړې پلټونکې ډلې وګماري.

"دغه هڅې سیستماتیکې نه وې او په پرله پسې ډول نه دي تر سره شوي، بلکې یوازې د پېښو پر وړاندي د یوه غبرګون په توګه تر سره شوي. دولت باید د هغو کسانو او ډلو لپاره چې باید د ملکي وګړو د وژنې په برخه کې ځواب ووایي ، جدي ګامونه واخلي. بل دا چې داسې تدابیر ونیسي چې په خطرناکو او هغو سیمو کې چې د دې ډول پېښو شونتیا په کې لیدل کېږي، د خلکو خوندیتوب ډاډمن کړي . بل دا چې په دولت کې دننه باید د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو پلټونکې ډلې جوړې شي چې وکولی شي په تخصصي ډول دغه تلفات تعقیب کړي او له ریښې یې له منځه یوسي".

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي وسله والو مخالفینو د عامو خلکو په وژلو سره د جګړې قوانین تر پښو لاندې کړي.

ببل خوا د چارو پوهان د افغانستان د جګړې په تکتیکونو کې د سیمې د استخباراتو ونډه له امکانه لېرې نه بولي.

که چېرې همداسې وي نو پوښتنه دا ده چې آیا د دغه ډول لاسوهنو د مخنیوي لپاره به د حکومت هڅې کوم ځای ونیسي؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .