پروان سياگرد کې د پوليسو کمښت اندېښنه پيدا کړې

د خپريدو وخت: 14:25 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

سیاګرد د پروان هغه ولسوالي ده، چې ډېر نفوس لري او دغه ولایت له بامیانو سره نښلوي.

د افغانستان د مرکزي ولایت پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې امنیتي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو کافي نشتوالی په دغه ولسوالۍ کې د نا امنۍ او د وسله طالبانو د پياوړتیا سبب شوی دی.

د چارواکو په وینا د یادې ولسوالۍ په ځینو برخو کې حکومت واک نه لري او یوازې ۴۰ پولیس د امنیت لپاره ګمارل شوي دي.

سیاګرد د پروان هغه ولسوالي ده، چې ډېر نفوس لري او دغه ولایت له بامیانو سره نښلوي.

د دغې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو هم بي بي سي ته ویلي، چې د سیمه ییزو پولیسو او طالبانو له ناوړه چلند نه په تنګ شوي او په دې اړه له کابله د مرستې غوښتنه کوي.

د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې د نا امنیو په اړه وروسته له هغې اندېښنې را پورته شوې، چې د سیمې لسګونه کسان د هغه ملا د وژلو پرضد د ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، چې ويل کېږي سیمه ییز پولیسو وژلی و.

د سیاګرد ولسوال محمد صدیق صدیقي له بي بي سي سره په خبرو کې و منله، چې دغه ملا له سیمه ییزو پولیسو سره تر لفظي شخړې وروسته وژل شوی دی.

خو ښاغلی صدیقي وايي، دغه ملا د دولت پرضد د تبلیغاتو له امله وژل شوی دی.

"دی خو اصلآ د ښار د جومات، چې یو لوی جومات دی، رسمي ملا امام نه و، یوازې په نوم ملا و. د یوې ورځې په تبلیغ کې يې د سیمه ییزو پولیسو یادونه کړې وه. له هغه وروسته د سیمه ییزو پولیسو او د همدغه ملا ترمنځ لفظي شخړه شوې وه. موږ ترې خبر نه یو، خو د دوی په وینا پولیس يې څو ورځې کورته ورغلي و".

د دغې ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو هم له بي بي سي سره په خبرو کې چې نه یې غوښتل له امنیتي پلوه یې نوم او غږ خپاره شي، وویل د سیمه ییزو پولیسو، نا مسوولو وسله والو ډلو او د طالبانو له ناوړه چلند نه په تنګ شوي دي.

" "د پولیسو کموالی شته، خو دا چې له امله يې، نا امني وي یا کومه ستونزه رامنځ ته شوې وي، داسې یو څه نه منو، هر وخت د هغه ځای له حاله خبر یو. د وسله والو طالبانو په ضد مو پوڅي عملیات کړي او سیمه يېزو پولیسو د هغه ځای امنیت ټينګ کړی دی"."

د پروان والي عبدالبصیر سالنګی

دوی ادعا کوي، چې دواړه لوري یې ګواښي.

د سیاګرد ولسوال هم په دغه سیمه کې له نا امني مني خو وايي، د امنیت د ټینګښت لپاره کافي ځواکونه نه لري.

"موږ په سیمه کې یو کمزوری تشکیل لرو، په ځانګړې توګه د پولیسو په برخه کې. که ۴۵ پولیس په خپل تشکیل کې لرو، په دې کې ۲۲ تنه د لوړ پوړو چارواکو په خدمت کې دي او پاتې نور يې نه شي کولی، چې د ( سیاه ګرد ) د ولسوالۍ د ټولو کلیو امنیت ونیسي. له شک پرته د خلکو او دولت ترمنځ واټن شته. هغه بې اعتمادۍ، چې د دولت یا هم د خلکو له خوا رامنځ ته شوي دي، منفي اغېزه يې کړې ده، او دا ټول په سیمه کې د نا امنیو د رامنځ ته کېدو لامل شوی دی".

خو د پروان والي عبدالبصیر سالنګی بیا په دغه ولایت کې د نا امنیو راپورونه ردوي.

"د پولیسو کموالی شته، خو دا چې له امله يې، نا امني وي یا کومه ستونزه رامنځ ته شوې وي، داسې یو څه نه منو، هر وخت د هغه ځای له حاله خبر یو، د وسله والو طالبانو په ضد مو پوڅي عملیات کړي او سیمه يېزو پولیسو د هغه ځای امنیت ټينګ کړی دی".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د غوربند درې په ځانګړي ډول د سیاګرد ولسوالۍ د امنیت لپاره ۳۰۰ سیمه ییز پولیس هم هلته استولي دي.

خو د غوربند ځینې اوسېدونکي بیا شکایت کوي، چې خپله سیمه ییز پولیس په دغه سیمه کې د نا امنیو او ستونزو په رامنځ ته کېدو ښکېل دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .