افغانستان کې د تېلو چان ځایونه جوړېږي

د خپريدو وخت: 18:21 گرینویچ - سه شنبه 30 اکتوبر 2012 - 09 لړم 1391

په پام کې ده چې له دغو دوو چاڼ خونو څخه يوه يې په لوېديځ ولايت هرات او بله يې په شمالي ولايت بلخ کې جوړه شي.

قزاقستان ويلي دي چې په افغانستان کې د نفتو چاڼولو دوه کارخانې جوړي.

په پام کې ده چې له دغو دوو چاڼ خونو څخه يوه يې په لوېديځ ولايت هرات او بله يې په شمالي ولايت بلخ کې جوړه شي.

د افغانستان د کانونو وزارت د دغه گام هرکلى کړى او ويلي يې دي چې دا چاره به په افغانستان کې د تېلو چاڼولو ته لاره هواره کړي، هغه څه چې تر دې مهاله ناشوني وو.

د قزاقي چارواکو تر دې چمتوالي وروسته چې ويلي يې دي د افغانستان د کانونو له برخې سره ليوالتيا لري، د هغه هېواد دوو نفتي شرکتونو انسار او کينگسټون اعلان کړى د ٢٠١٣ ميلادي کال په ترڅ کې به د نفتو چاڼولو دوه کارخانې جوړوي

د هرات د والي وياند محى الدين نوري بي بي سي ته وويل له دغو دوو څخه به يوه چاڼ خونه په هرات کې او بله په شمالي سرحدي ښارگوټي حيرتان کې جوړېږي.

په پام کې ده چې لومړى په دغو چاڼ خونو کې د قزاقستان او روسيې هېواد ونو تېل چاڼ شي، خو وروسته به د افغانستان د نفتو چاڼولو لپاره هم وکارول شي.

د افغانستان د کانونو وزارت د دغه گام هرکلى کړی دى.

د ياد شوي وزارت وياند جواد عمر بي بي سي ته وويل داسې مهال چې د امو سيند د سيمې د نفتو توليد پيل شوى، د دغه چاڼ خونو جوړېدل گټور پرېوځي.

"د افغانستان د نفتو له بېلو سرچينو چې توليد تر سره کېږي، هغه چاڼولو ته اړتيا لري. لکه چې خبر ياست د امو سيند له نفتي سيمې نه سوداگريز توليد پيل شوى دى، خو اړتيا ده چې دا نفت د چاڼولو لپاره يو گاونډي هېواد ته واستول شي، ځکه تر کومه چې په افغانستان کې يو ستره چاڼ خونه په نړيوال معيار جوړېږي، موږ اړتيا لرو. دا چاڼ خونې چې جوړې شي، گټور اغېز به پرې باسي".

افغان چارواکي دا خبره په نيک پال نيسي او هيله ښيي چې په پيل کې به دغه چاڼ خونې د افغانانو د سون توکيو اړتيا تر يوه کچه پوره کړي او وروسته به سوداگريزو موخو لپاره هم وکارول شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .