افغانستان کې د ونډو د پیر، پلور شرکت جوړ شوی

د خپريدو وخت: 13:35 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

په افغانستان کې د ونډو او ګران بیه پاڼو پېر پلور خپله مخینه لري.

افغانستان کې په لومړي ځل په خصوصي برخه کې د ونډو او اورزښتناکو پاڼو د پېر، پلور لپاره شرکت جوړ شوی دی.

د افغانستان بانک مشر وايي دغه شرکت به د یوه قانون او د معاملو د کمیسیون تر جوړېدو وروسته په کار پیل وکړي.

یو شمېر افغان کار پوهان د دغه راز شرکتونو جوړېدل د ونډو بازار او سهامي شرکتونو پر لور یو ګټور ګام بولي او عام وګړي هم کولای شي چې ونډې یې واخلي.

په افغانستان کې د ونډو لومړنی شرکت د هغو دوو افغانانو له خوا جوړ شوی چې دا مهال په امریکا کې د پانګونې بانک لري او د افغانستان بانک د چارواکو په وینا په دې برخه کې کافي تجربه لري.

خو د هغوی دغه کار د یوه قانون تر جوړېدو او د څار د کمیسیون تر رامنځ ته کېدو پورې ځنډول شوی دی.

"د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه استاد سید مسعود دا کار یو مثبت ګام بولي خو زیاتوي چې د حکومت جدي څارنې او پام ته هم اړتیا لري."

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري وايي کمیسیون به دېر ژر جوړ شي، چې تر څنګ به یې څو نور شرکتونه هم د ونډو او ګران بیه پاڼو په پېر او پلور کې ورګډ شي.

ښاغلی دلاوري د خصوصي برخې له خوا د دغه ډول شرکتونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد او سترو شرکتونو ته د پورونو د ورکړې په برخه کې ګټور بولي. د نوموړي په خبره "په خواشینۍ سره زموږ بانکونه لا تر اوسه هغې کچې ته نه دي رسیدلي چې له پانګوالو سره لس۱۵ میلیون ډالره مرسته وکړي. نو دغه ستونزې کېدای شي د سهامي شرکتونو د جوړېدو له لارې حل شي."

د کابل پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه استاد سید مسعود دا کار یو مثبت ګام بولي خو زیاتوي چې د حکومت جدي څارنې او پام ته هم اړتیا لري.

په افغانستان کې د ونډو او ګران بیه پاڼو پېر پلور خپله مخینه لري. لومړنۍ سهامي شرکت شاوخوا اویا کاله مخکې د عبدالمجید زابلي له خوا د افغان سهامي شرکت په نوم جوړ شوی، چې وروسته یې بانکي چارو ته مخه کړه او د افغان ملي بانک یې جوړ کړ.

د افغانستان بانک چارواکي وايي له شپږو کلونو راهیسې د اضافي افغانیو د راټولولو په موخه د دې بانک ارزښتناکې پاڼې یواځې په بانکونو پلورل کیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .