افغان ټاکنو ته پېښې ننګونې

د خپريدو وخت: 22:16 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

نوی ولسمشر به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره جوخت واک ته رسېږي.

افغانستان د ټاکنو د نېټې په اعلانولو سره ورو ورو ټاکنیزې فضا ته ننوځي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې به په شاوخوا یو نیم کال کې ترسره شي.

خو د دغې چارې پر وړاندې نا امني او درغلۍ بیا هم دوه سترې ننګونې بلل کېږي.

یو ځل بیا د ټاکنو د خپلواک کمیسیون تالار د خبریالانو د پام وړ ګرځېدلی. دلته د ولسمشر د درېیم پړاو ټاکنو تر سره کېدل اعلان شول، چې د ډېرو په وینا له تېرې یوې لسیزې را به دې خوا به ډېرې مهمې وي.

نوی ولسمشر به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره جوخت واک ته رسېږي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون د راتلونکو ټاکنو مهال وېش په دې ډول اعلان کړ:

- د ۱۳۹۲ کال د غوايي یا ثور میاشتې لومړۍ نېټه د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې پیل.

- د همدې کال د وږي میاشتې ۲۵ نېټه د ولسمشرۍ د نوم آندانو نوم لیکنه.

- د لړم ۲۵مه د نوم آندانو د وروستي نوملړ خپرول.

- د ۱۳۹۲ کال د لړم له ۲۶ مې د ټاکنیزو هلو ځلو پیل.

- د ۱۳۹۳ کال د وري ۱۶ مه د ټاکنو تر سره کېدل.

- او د همدې کال د غوايي په ۲۴ مه د ټاکنو د وروستۍ پایلو اعلان.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي ټاکنې به له مهال وېش سره سمې ترسره شي خو امنیت یې تر ټولو ستره او مهمه ننګونه وبلله:

"سره له دې چې په ټاکلې مودې د ټاکنو د ترسره کېدو په وړاندې ستونزې موجودې دي، خو دغه ستونزې په هیڅ صورت نه شي کولای د افغانستان د اساسي قانون د پلي کېدو په وړاندې خنډ شي. تر ټولو مهمه موضوع د امنیت مساله ده. موږ دې تیار نه یو چې امنیتي موضوعات هم تشریح کړو، دا په امنیتي ارګانونو پورې تړلې موضوع ده او باید دوی یې په اړه خبرې وکړي".

خو امنیتي چارواکي د ټاکنو ترسره کېدو د امنیت ټینګولو په تړاو خپل ډاډ څرګندوي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمن وايي:

"د افغانستان د کورنیو چارو وزرات به له نورو امنیتي ارګانونو سره د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي. د امنیتي چارو د واک تر لېږد وروسته دا وخت د افغانستان ۷۵ سلنه خاوره او وګړي تر خپلې ولکې لاندې دي. نو د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې به د افغان امنیتي ځواکونو ونډه له هیلو ډکه او ښه وي".

پر امنیتي ننګونو سربېره بله لویه ستونزه ښايي احتمالي درغلي وي.

د افغانستان د ملي ایتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا وايي د دغو ټاکنو پایلو ته چندان خوشبین نه دی.

ښاغلي اوریا خبرداری ورکړ که افغان حکومت دغو ټکو ته پام و نه کړي نو د ناوړه پایلو پړه به د دوی پر غاړه وي.

افغانستان د ۲۰۱۴ کال ټاکنو رسېدو ته د جنګ جګړو او تاوتریخوالي اوږده لار وهلې ده.

ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د افغانانو له خوا د بهرنیانو په مالي ملاتړ ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د طالبانو او حزب اسلامي په ګډون له مخالفو ډلو وغښتل چې د هېواد قوانیونو په منلو سره په دغو ټاکنو کې ګډون وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .