افغانستان ته د حاجیانو ستېدل پیل شو

د خپريدو وخت: 16:22 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

سږ کال نژدې ۳۰۰۰ افغانان د حج کولو په نيت سعودي عربستان ته لېږدېدلي وو.

له سعودي عربستانه خپل هېواد ته د افغان حاجيانو د لېږد بهير تېر ه شپه پيل شو.

په هغو دوو الوتنو کې چې تېر ه شپه تر سره شوې، په ترڅ کې يې ۴۵۰ تنه افغان حاجيان، کابل او مزار شريف ښارونو ته ورسېدل.

سږ کال نژدې ۳۰۰۰ افغانان د حج کولو په نيت سعودي عربستان ته لېږدېدلي وو.

اړوند چارواکي وايي په پام کې ده دا حاجيان په ۱۳۰ پروازونو کې افغانستان ته ستانه کړي، خو د ورکړل شويو شمېر و له مخې ۱۳ تنه افغان حاجيان د بېلو ناروغيو او ترافيکي پېښو له کبله په سعودي کې مړه شوې دي.

په لومړيو دوو الوتنو کې چې تېر ه شپه شوې دي، کابل او مزارشريف ښارونو ته ۴۵۰ تنه حاجيان راستانۀ شول.

د څو تېر و کلونو په څپر سږ کال هم نژدې ۳۰۰۰۰ افغانان د حج د فريضې د ادکولو لپاره سعودي عربستان ته لېږدېدلي وو.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد بي بي سي ته وويل په پام کې لري ټول افغان حاجيان په ۱۳۰ الوتنو کې خپل هېواد ته راستانه کړي.

ښاغلي عابد وويل د افغان حاجيانو راستنېدل به له ۲۰ تر ۲۵ ورځو پورې وخت واخلي.

د افغان حاجيانو د ويناوو له مخې سږ کال يې په پرتليز ډول گڼې ستونزې لرلې او د بېرته راستنېدو په اړه هم اندېښمن دي.

حج او اوقافو وزارت وايي د سږني حج په ترڅ کې ۱۳ تنه افغان حاجيان د بېلو ناروغيو او ترافيکي پېښو له کبله مړه شوي هم دي.

د تېر کال د حج د مراسمو په ترڅ کې يو شمېر افغانان د غلا او جيب وهنې په تور د سعودي عربستان د پوليسو له خوا نيول شوي وو، خو چارواکي وايي سږکال تر اوسه هیڅ افغان په دغه تور د هغه هېواد د پوليسو له خوا نه دى نيول شوى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .