راپور: له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنيتي ځواکونو ساتنه سخته ده

د خپريدو وخت: 05:40 گرینویچ - پنجشنبه 01 نومبر 2012 - 11 لړم 1391

د افغانستان د تاسیساتو ساتنه او ستونزې

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي اداره وايي افغان حکومت ښايي له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي ځواکونو د تاسیساتو ساتنه ونه شي کړای خو افغان حکومت یې ردوي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د امريکا د کانگرس لپاره په دې چمتو شوي راپور کې د امنيت په تړاو د افغان ځواکونو په يونيفورم کې پر بهرنېو پوځيانو بريدونه لويه ننگونه بلل شوې ده.

په راپور کې راغلي دغو بریدونو نه يوازې د افغان او ناټو ځواکونو په مورال اغېز کړى، بلکې د هغوی ترمنځ ېې باور ته هم تاوان اړولی دی.

په راپور کې د ٢٠١٤ کال نه وروسته د افغان امنيتي ځواکونو او د دفاع او کورنېو چارو وزارتونو د وړتيا په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د راپور ترمخه يوازې په بهرنېو پوځيانو نه، بلکې د افغان پوځيانو له خوا خپلمنځي بريدونه هم د اندېښنې وړ دي ، چې دې د افغانستان د راتلونکي ثبات په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

راپور کاږي د افغان پوځ او پوليسو د خپلمنځي بريدونو راپورونه تل پټ ساتل کيږي.

د امنيت په برخه کې راپور په دې راغونډ شوى چې کله په ۲۰۱۴ کې بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي د دې ډير امکان دى چې افغان حکومت به په بشپړ ډول د خپلو امنيتي ځواکونو د ساتلو وړتيا ونه لري او تر څنګ يې د کافي امنيتي ځواکونو او د هغوی د مسلکي وړتيا کمى د نورو لویو ننگونو په توگه ياد شوي دي.

په راپور کې ويل شوي چې پر ناټو ځواکونو بريدونو د دواړو لورو باور ته زيان اړولی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د روان کال د سپټمبر تر پايه امريکا په افغانستان کې يوازې د حکومتوالۍ او اقتصادي پرمختياو لپاره ۲۲ ميلیارده ډالرو نه زيات ورکړي، خو په دې هېواد کې پراخ اداري فساد، کمزورې قضا او د حکومت د واک په ټينگولو اوساتلو کې ستونزې اوهم په دوامداره توگه د بشري حقوقو نه سرغړونې د دې سبب شوي چې

د يو باثبات حکومت رامنځ ته کولو په لړ کې د امريکا هڅې له ستونزو سره مخامخې کړي.

دا افغانستان لپاره د امريکا د ځانگړي مفتش په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو دريو مياشتو کې افغان حکومت د حکومتوالۍ د ښه کولو او د اداري فساد له منځه وړلو لپاره يو لړ سمونونه راوستي، خو په دې اړه څه ويل به له وخته وړاندې وي چې ايا د دې اصلاحاتو د پلې کولو لپاره رښتينې سياسي اراده شته که څنگه؟

په راپور کې د څارنې او ارزونې د کمېټې د وېنا پر بنسټ ليکل شوي چې افغان حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو او د عاملينو د محاکمه کولو پوخ هوډ نه لري، او کمزورې قضا او کمزوري اداري جوړښتونو او د غه راز په نړيوالو مرستو محدودې څارنې د معافيت احساس غښتلى کړى دى.

راپور وايي د افغان حکومت له لوري داسې هيڅ اشارې نه دي ليدل شوي چې په لويه يا ان په ټيټه کچه په ادارې فساد کې د ککړو چارواکو محاکمه غواړي که څنگه، او داسې جدي پلټنه او دريځ چې په دې هېواد کې د پراخ اداري فساد له منځه وړلو لپاره اړين دي.

په راپور کې د فساد پر ضد مبارزې کې د افغانستان لويه څارنوالي ډيره کمزورې بلل شوې ده او ويل شوي د لوى څارنوال له خوا د جگپوړو چارواکو محاکمې ته لاس اچولو ته نه چمتوالی، څو څو ځله د اداري فساد په اړه پلټنې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

"په راپور کې راغلي چې د افغانستان په کورنېو چارو او دفاع وزارتونو کې د اداري فساد د مخنيوي د پروگرامونو په برخه کې يو څه پرمختگ شوى، خو ادعا شوې ده چې د مجرمانو او په فساد کې د ککړو مشرانو د لرې کولو لپاره هيڅ طرزالعمل موجود نه دى او هغه کسان چې لرې کيږي د راپور په وينا په نورو دندو گومارل کيږي."

راپور کې د بېلگې په توگه د داود خان په ۴۰۰ بستريز روغتون کې د مالي رسوایی قضيه ياده شوې او ويل شوي لويه څارنوالي په دې کې پاتې راغلې چې د يوۀ جيگپوړي چارواکي پر ضد قضيه برابره کړي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان په کورنېو چارو او دفاع وزارتونو کې د اداري فساد د مخنيوي د پروگرامونو په برخه کې يو څه پرمختگ شوى، خو ادعا شوې ده چې د مجرمانو او په فساد کې د ککړو مشرانو د لرې کولو لپاره هيڅ طرزالعمل موجود نه دى او هغه کسان چې لرې کيږي د راپور په وينا په نورو دندو گومارل کيږي.

د امريکا د کانگرس په دې راپور کې راغلي سوله او روغه جوړه د حکومت يو له لومړنېو هدفونو څخه ده، خو په تېرو دريو مياشتو کې په دې برخه کې د پام وړ پرمختگ نه دى ليدل شوى.

په راپور کې د پاکستان افغانستان ترمنځ پر پوله د تاوتريخوالي، په کونړ کې د پاکستان له لوري د راکټي بريدونو، په افغانستان کې د هدفي وژنو زياتوالى او دغه راز په امريکا کې د هغه امريکا پوځي چې له افغانستان څخه ېې د يو ميليون ډالرو ناکامه هڅه کړې وه د محاکمې يادونه هم شوې ده.

افغان حکومت تر دې دمه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .