"د بې کارۍ ګراف په لوړېدو دی، غم يې وخورﺉ"

د خپريدو وخت: 11:37 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

هر هغه څوک چې په اوونۍ کې یوه ورځ کار کوي بې رزوګاره نه شمیرل کیږي.

د افغانستان د احصايي مرکزي اداره اندیښنه ښیې چې د کاري ځواک د چټک زیاتوالي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پڅ بهیر په هیواد کې د بې رزوګارۍ ستونزه لا پراخه کړې ده.

دغه اداره وايي که د دې دواړو حالتونو ترمنځ شته واټن راکم نه کړل شي نو دا ستونزه به لا پراخه شي.

د دغې ادارې عمومي رييس عبد الرحمن غفوري وایی د بیکارۍ له امله به بې وزلي او د بې وزلۍ او بې رزوګارۍ له امله به امنیتي ستونزې نورې هم ډیرې شي:

"زه ډیر اندېښمن یم که داسې مسایل ادامه وکړي، او په همدې شکل باندې روان شو زه فکر نه کوم چې مونږ به څه خاص وکولی شو بیکاري ورځ په ورځ زیاتیږي او فقر ورسره زیاتیږي، او فقر او بیکاري پخپله بې امنیتي زیاتوي."

د احصايی مرکزي ادارې عمومي رييس زیاتوي د نفوس د زیاتوالي په تناسب اړتیا ده چې هر کال په سلګونه زره نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.

"په کال کې تقریبا په مارکیټ کار کې څلور لکه یا څلور سوه زره تنه په مارکیټ کې کار اضافه کیږي."

ښاغلی غفوري وايي د ۱۳۸۸ کال د احصايي له مخې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه ۱۵ سلنې ته رسېدله.

د ده په وینا دا کچه د کار د نړیوالې ادارې د سټنډرډ له مخې ټاکل شوې ده.

د دغې ادارې د سټندرډ له مخې هر هغه څوک چې په اوونۍ کې یوه ورځ کار کوي بې رزوګاره نه شمیرل کیږي.

افغان چارواکي وايي په راتلونکو څو کلونو کې به لسګونه زره کسان په کانونو کې په کار وګمارل شي

دی وايی که وضعیت همداسې وي نو کیدای شي د بیکارۍ سلنه ان تر ۲۵ سلنه پورې لوړه شي.

د احصايي د مرکزي ادارې د رييس په وینا خصوصي سکتور ته ډیره تمه کیږي چې دا تشه ډکه کړي او که خصوصي سکتور ته د کار زمینه برابره نه شي نو نه شي کیدای چې دا ستونزه په اسانۍ هواره شي:

"اوس تقریبا پنځلس فیصده بیکاري لرو ، دوه کاله وروسته کیدای شي تر شلو پورې ورسیږي، تر پنځه ویشتو پورې ورسیږي، دا خو یو خاص سنجش غواړي چې هغه سنجش باید وکړو چې مونږ نه دی کړی، خو که د اسې حالات وي او سکتور خصوصي دا توانايی پیدا نه کړي چې استخدام زیات کړي خاماخا بیکاري زیاتیږي او دا به غټ جنجال او کړکیچ وي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي امنیت د خصوصي سکتور په وړاندې لویه ستونزه ده.

د هغه په وینا په تیرو څو کلونو کې امنیتي وضعیت د خصوصي سکتور پر فعالیت ناوړه اغیز کړی دی:

"امنیت چې په څو کلونو کې خراب شوی دی، خصوصا په ۲۰۱۱، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کې دې تاثیر کړی په تښتونو ، د لارو په بندولو ، په ترانسپورټي لارو کې مشکلات دی طبعا منفي تاثیر یې کړی دی که وضعیت ښه شي دا مثبت تاثیر کوی وضعه نورمال حالت ته راګرځي، مونږ په تیرو کلونو کې تقریبا دوه ، دوه نیم زره صنعتي فابریکې لرلې، هغه اوس دولس سوه ته راټیټې شوې دي."

ښاغلی الکوزی وايی د ولسمشر حامد کرزي له خوا د هیواد په کچه د اقتصادي چارو عالي شورا رامنځته کول او د خصوصي سکتور په اړه د دولت دریځ هیله بښوونکی دی.

""تر ۲۰۱۴ کال پورې ۶۵ زره نفر په نظر کې لرو چې دوی به د کانونو په پروژو کې کار کوي چې دا به عملي کار وي او هغه خلک چې دې ته تقویت ورکوي مثلا د ترانسپورټ اونورو ساحو کې هغه به جدا وي هغه تاسې په درې چنده حسابولای شی او له ۲۰۱۶ څخه مخکې چې مونږ کوم پلان لرو تر یو نیم لک کسانو پورې به په دې پروژو کې کار کوي.""

جليل جمراني

"دا نوی ملاقات چې مونږ له ريیس جمهور سره وکړ ډیر مثبت تاثیرات یې کړي دي، او هغه هم په ډیر جدیت سره اقتصادي شورا جوړه کړه چې هره هفته به غونډه کوي مونږ چې د رييس صیب جمهور هغه نیت ولیده ډیر تغییر په کې راغلی دی، دا لس کاله چې مونږ ريیس جمهور ته ورتللو تنها مونږ یې وزیرانو ته سپارلو او هغوی ته بې ویل دا کارونه وکړې اوس مو وزیرانو ته نه سپاري بلکې په خپله له وزیره پوښتنه کوي له مونږه هم پوښتنه کوي."

په هیواد کې کانونه د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره تر ټولو ستره سرچینه.

اټکل کیږي چې په راتلونکو څو کلونو کې به په مستقیم او غیر مستقیمه توګه لسګونه زره کسان په کار وګمارل شي.

د کانونو وزارت د پلان او پالیسي عمومی رييس عبد الجلیل جمراني وايي کانونه د افغانستان راتلونکی تضمینولای شي:

"تر ۲۰۱۴ کال پورې ۶۵ زره نفر په نظر کې لرو چې دوی به د کانونو په پروژو کې کار کوي چې دا به عملي کار وي او هغه خلک چې دې ته تقویت ورکوي مثلا د ترانسپورټ اونورو ساحو کې هغه به جدا وي هغه تاسې په درې چنده حسابولای شی او له ۲۰۱۶ څخه مخکې چې مونږ کوم پلان لرو تر یو نیم لک کسانو پورې به په دې پروژو کې کار کوي."

افغانستان په تیرو کلونو کې د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی، د بیلګې په توګه د احصايي مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې تیرکال سړي سر کورنی ناخالص عاید ۷۱۵ امریکايي ډالرو او ټول کورنۍ ناخالص عاید ۱۸ اعشاریه ۹ ملیارده ډالرو ته لوړ شوي دي.

خو دا پرمختګ په هیواد کې سیاسي ټیکاو او امنیت پورې تړلی دی.

دا چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بهرني جګړه ییز ځواکونه له افغانستانه ووځي نو داسې اندیښنې شته چې ددغو ځواکونو وتل به دا پرمختګ وننګوي خو افغان دولت ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونه په هیواد کې د امنیت ټینګولو توان لري او سیاسي ټیکاو به ګډ وډ نه شی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .