هرات کې د غازو زېرمې موندل شوې دي

د خپريدو وخت: 14:07 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391
غاز

د هرات چارواکي وايي دا غاز به په کور دننه او ان د سيمې لپاره ښه سرچينه وي

د مځکپوهنې تازه څیړنو د هرات په دریو شمالي ولسوالیو کې د غازو د طبیعي زیرمو نښې موندلي دي.

د هرات ولایتي چارواکي وایي چې د هرات دغه درې شمالي ولسوالۍ د ترکمنستان هغو سیمو ته ورته دي چې د غازو پراخه زیرمې لري.

په دې برخه کې تازه څیړنې د کاناډایي کارپوهانو له خوا ترسره شوي. چارواکي تمه لري چې دغه سیمه د افغانستان لپاره د غازو د تامینولو په یوه لویه سرچینه بدله شي.

د غازو د زیرمو نښې د هرات د ګلران، کشک کهنه او کشک رباط سنګي په ولسوالیو کې لیدل شوي دا هغه سیمې دي چې د چارواکو په وينا د ګاونډي هېواد ترکمنستان د غازو د لویو زیرمو لرونکو مځکو ته ډیرې ورته دي.

په دې برخه کې د کاناډایي څيړونکو او کارپوهانو له خوا ترسره شوي تحقیقات هم ښیي چې په سیمه کې غاز شته.

د هرات د والي ویاند محي الدین نوري وایي:

(( کاناډایي محققینو کوم چې اوس په همدې سیمه کې کار کوي، دا یې تقریبا په ډاګه کړې چې د هرات په کشک کهنه، کشک رباط سنګی او ګلران ولسوالیو کې غاز شته . بل دلیل چې موږ دلته د غازو د معدن په شتون ټینګار کوو دا دی چې دغه درې ولسوالۍ د کشکي د سرحد سره پرتې دي او ګډه پوله لري چی په ترکمنستان کې شته او هغه د ترکمنستان د غازو لویې زیرمې دي او دوی یې رابرسیره کوي او د کاناډا د ځمکپيژندنې تحقیقاتو هم دا تقریبا په ډاګه کړې چې په دې سیمو کې غاز شته دي))

نوموړی وایي په نورو پړاونو کې به د پلټنو پایلې په دغه سیمو کې د شته غازو کچه هم په دقیقه توګه څرګنده کړي.

چارواکي تمه لري چې دغه زیرمې د سیمې په کچه د غازو د تامین په یوه لویه سرچینه بدله شي.

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت د دغه هیواد په لویدیځ کې هم د شته کانونو او زیرمو د رابرسیره کولو په ډګر کې د پانگونې لپاره د بهرنیو شرکتونو د هڅولو په موخه یولړ هلې ځلې کړي.

د هرات ولایتي چارواکي وایي قزاقستان تراوسه دا ژمنه کړې چې د دغه هېواد لوی شرکتونه په دې ډګر کې پانگونې ته وهڅوي.

په دې وروسیتو کې د افغانستان دولت د وزیرانو شورا هم د کورنیو چارو وزرات ته دنده سپارلې چې د هرات په هغو سیمو کې چې د غازو د شتون نښې موندل شوي د ډاډمن امنیت د ټینګښت لپاره اقدام وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .