د راتلونکي کال د بودیجې طرحه مشرانو جرګې ته وړاندې شوه

د خپريدو وخت: 18:51 گرینویچ - سه شنبه 06 نومبر 2012 - 16 لړم 1391

د ۱۳۹۱ لمریز مالي کال په پرتله په دې بودیجې کې ۴۶ سلنه ډیروالی راغلی

افغان حکومت د راتلونکي لمريز ۱۳۹۲ کال لپاره خپله بوديجه مشرانو ته لېږلې ده. دغه يو کلنۍ بوديجه ۳۶۶ مليارډ افغانيو ته رسېږي چې شاوخوا ۷ مليارده کېږي. د بوديجې ۳،۷ مليارډ ډالره يې عادي او ۳،۲ مليارډه يې پرمختيايي بوديجې ته ځانکړي شوي دي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال مشرانو جرګې ته د ۱۳۹۲ لمريز کال د بودیجې وړاندې کولو پر مهال وویل د دغه هېواد ۵۶ سلنه عادي بودیجه له ملي عايداتو او پاتې ۴۴ سلنه یې له نړیوالو مرستو جوړه شوې ده.

د ماليي وزير په وینا، د انکشافي بودیجې لویه برخه د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کېږي.

"اوسمهال د افغانستان اقتصاد ۹۵ سلنه پر نړیوالو مرستو تکیه دی"

زاخیلوال

ښاغلي زاخېلوال دغه راز وویل، د بودیجې د ډېرېدو یو اصلي لامل د افغانستان امنیتي ځواکونو او د پوهنې او لوړو زده کړو وزراتونو د کارکوونکو د شمېر زياتوالی دی. د افغانستان د عادي بودیجې ۲۱ سلنه د سړکونو جوړونې، ۱۱ سلنه يې د برېښنا کوټونو د بیا جوړونې او د برېښنا رسولو، ۹ سلنه د کرنې ۸ سلنه د لوړو زده کړو او ۴ سلنه د روغتیا لپاره ځانکړې شوې ده.

دغه راز د پرمختایي بودیجې ۲۸ سلنه د دفاع وزارت، ۱۶ سلنه د کرنې او د کلیو پرمختیا، ۱۳ سلنه د کورنیو چارو وزارت او ۱۳ سلنه پوهنې وزارت ته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان مالیې وزیر سره له دې چې د ملي عايداتو ډېرېدو يادونه کوي خو زیاتوي، دغه هېواد له اقتصادي اړخه پر ځان د بسیا کېدو لپاره باید د عایداتو نوې سرچینې پیدا کړي.

نوموړی وايي، اوسمهال د افغانستان اقتصاد ۹۵ سلنه پر نړیوالو مرستو تکیه دی.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې مشرانو جرګه باید د ۱۵ ورځو په اوږدو کې وړاندې شوې بودیجه وارزوي او که ومنل شي، بيا ولسي جرګې ته استول کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .