اوباما افغان سولې ته ښه شو، د حنيف اتمر ځانگړې ليکنه

د خپريدو وخت: 12:47 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

د اوباما په تگلاره کې لومړنى عمده ټکى دا دى چې دى غواړي افغانستان ته سوله راوړي, اتمر

د بارک اوباما برى په مجموع کې د افغانستان او سيمې لپاره ښه زيرى دى. دليل يې دا دى چې اوباما د افغانستان او د سيمې لپاره ښه پروگرام مطرح کړى دى.

د دغه پروگرام لپاره طبعآ دۀ وخت ته ضرورت درلود او دا دى اوس به څلور کاله نور وخت ورته ولري.

دغه راز د دغه پروگرام د پلي کولو په برخه کې ځينې ستونزې هم شته چې دوى پرې پوهېدلي دي. هېله دا ده چې د افغانستان او سيمې په برخه کې د امريکا په تگلارو کې پر شته نيمگړتياو باندې کار وکړي او بري ته پرې ورسيږي.

گونتانامو

د اوباما په تگلاره کې لومړنى عمده ټکى دا دى چې دى غواړي افغانستان ته سوله راوړي او د سولې له لارې دا معضله حل کړي. د خبرو اترو له لارې د ښاغلي اوباما د سولې اوسنى پروگرام له خنډ سره مخامخ شوى دى.

دغه خنډ تر يوۀ ځايه په وخت پورې تړلي و. دۀ په داسې وخت کې پر دې مسايلو څه نه شواى کولى چې له انتخاباتو سره مخامخ و. په افغانستان کې د سولې لپاره يو لوى خنډ د طالبانو څلور پنځه کسه دي چې له امريکاييانو سره په گونتانامو کې بنديان دي.

په مذاکراتو کې عمده خنډ د همدغو کسانو مساله وه. دوى بايد په خاصو شرايطو کې له گونتانامو څخه را وايستل شي. خو ولسمشر اوباما نه غوښتل چې د انتخاباتو په درشل کې پر دې موضوع پرېکړه وکړي. ظاهرآ طالبانو هم همدا موضوع يادوله او ويل يې چې که په دې برخه کې پرمختگ ونه شي نو په نورو مسايلو کې څه ممکن نه دي.

"له پاکستان سره د ښاغلي اوباما د راتلونکو څلورو کلونو تگلاره د تېرو څلورو کلونو په پرتله بايد توپير ولري"

د گونتانامو د زندان د بندولو مساله هم څرگنده نه ده. په دې نه پوهيږو چې په امريکا کې دننه کوم خنډونه په دې لار کې شته . خو دا د دوى خپل کار دى له څه سره چې افغانان علاقه لري هغه دا ده چې که د نړۍ په هره برخه کې کوم افغان او مسلمان بې له عدلي نظامه په قيد کې ساتل شوى وي هغه بايد هرو مرو عدلي نظام ته راوستل شي.

پاکستان

له پاکستان سره د ښاغلي اوباما د راتلونکو څلورو کلونو تگلاره د تېرو څلورو کلونو په پرتله بايد توپير ولري. ځکه چې پخوانۍ تگلاره موثره نه وه. په پوځي برخه کې د پاکستان په وړاندې د واشنگټن تگلاره تر اوسه دا وه چې يا بې پېلوټه الوتکې وکاروي او يا هم د اسامه بن لادن د وژنو په څېر عمليات ترسره کړي.

له دې ور هاخوا واشنگټن يا خبرې کولې او يا به يې په مرستو اتکا کوله. خو دغه تگلارې اغېزمنې نه وې. د تگلارو برياليتوب په دې کې دى چې دوى د افغانستان د سولې پروگرام د پاکستان په مرسته تقويه کړي او ترهگري بنده کړي خو په دې دواړو کې پرمختگ نه دى شوى.

"که چيرې د امريکا او ايران اړيکي دومره خرابې شي چې دوى جگړې ته لاړ شي او يا په افغانستان کې خپله لوبه پيل کړي نو دا د افغانستان لپاره ښه زيرى نه دى."

بنآ دوى بايد خپله تگلاره بدله کړي او خپله طريقه بدله کړي. زموږ ټينگار تل په دې باندې و چې له پاکستاني مشرانو سره دې نتيجې ته ورسيږو چې دوى په افغانستان کې د سولې حمايت وکړي او ترهگري بنده کړي. او که په مقابل کې پاکستان ځينې مشروع غوښتنې لري يا مشروع اندېښنې لري ، امريکا ، افغانستان او سيمه بايد په گډه په هغو مشروع غوښتنو اقدام وکړي.

ايران

زموږ لپاره د امريکا او ايران د اړيکو خرابيدل خورا د اندېښنې وړ دي. موږ په هيڅ شرط دا نه غواړو چې د تهران او واشنگټن اړيکې تر داسې يوۀ حده خرابې شي چې مخامخ د افغانستان په سياسي، اقتصادي او پوځي چارو بد اثر ولري. که چيرې د امريکا او ايران اړيکي دومره خرابې شي چې دوى جگړې ته لاړ شي او يا په افغانستان کې خپله لوبه پيل کړي نو دا د افغانستان لپاره ښه زيرى نه دى.

موږ بايد د دې مخه ونيسو. دا چې يې څرنگه مخه نيولى شو په دې برخه کې افغانستان ښې تگلارې او ليد لوري ته ضرورت لري. افغان حکومت بايد هم له ايران سره او هم له امريکا سره ډير په پرېکنده ډول خبرې وکړي چې د دوى له خپلمنځي خبرو بايد افغانان ليرې وساتي.

په هيڅ وجه د افغانستان خاوره بايد د ايران پر ضد استعماله نه شي او دغه راز ايران بايد په هيڅ وجه په افغانستان کې د امريکا په ضد څه ونه کړي. همدا بايد د کابل د تگلارو اصلي اهداف وي او د دې اهدافو رسېدا ته افغانستان بايد ډير معقول سياست غوره کړي.

له امريکاييانو مې غوښتنه دا ده چې په دغه جنجال کې افغانستان ليرې وساتي او دا ډاډ موږ او نړۍ ته ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ايران پر ضد نه د سياسي، نه د پوځي او نه اقتصادي فشارونو لپاره کاروي.

د افغانستان ټاکنې

د ولسمشر اوباما اداره بايد نه يوازې دا چې خپله د افغانستان د ٢٠١٤ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ناپېيلې پاتې شي بلکې له نورو هېوادونو سره هم په دې برخه کې کار وکړي. خو د افغانستان د ټاکنو د بهير له ملاتړه بايد لاس وانه خلي. د واشنگټن دا تگلاره چې د افغانستان په ټاکنو کې مخامخ د چا ملاتړ نه کوو او لاسوهنه په کې نه کوو خو د بهير ملاتړ يې کوو تر ټولو غوره ده. په همدې پاليسي بايد دوى ودريږي.

"د ولسمشر اوباما اداره بايد نه يوازې دا چې خپله د افغانستان د ٢٠١٤ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ناپېيلې پاتې شي"

افغانستان له بده مرغه تر اوسه په دې نه دى بريالى شوى چې د ازادو او عادلانه انتخاباتو لپاره تگلاره جوړه کړي او ضروري اقدامات ورته وکړي. د بېلگې په توگه يو عمده اقدام د قوانينو تصويب دى چې تر اوسه نه دى شوى او دويم د برېښنايي تذکرو وېشل دي چې په دې کې هم تر اوسه قاطع اقدامات نه دي شوي. افغان حکومت په دې برخه کې مرستو ته ضرورت لري.

زموږ غوښتنه له امريکا او نورو هېوادونو څخه دا ده چې له افغان چارواکو سره مرسته وکړي.

دريمه خبره د انتخاباتو لپاره د ښې زمينې برابرول دي په تېره بيا د امنيت او سياست په برخه کې چې انتخابات ترسره شي. په دې کې د امريکا او نورو نړيوالو دوستانو ونډه همدا ده چې له افغانانو سره مرسته وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .