''ملي پوځ له ولس غچ اخلي''

د خپريدو وخت: 06:10 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

شنونکي وايي د ولس او حکومت ترمنځ واټن هغه مهال ډېرېږي چې يوشمېر واکوال له خپله واک څخه ناوړه ګټه واخلي.

د پکتيا يو شمېر هغه ولسي وګړي چې له ليرې پرتو ولسواليو ګرديز ښار ته د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه راځي، شکايت کوي چې د ملي پوځ عسکر يې په لارو کې بې ځايه ګواښي او ځوروي.

په تېره بياهغه کسان چې د پکتيا له ناارامه ولسوالۍ زرمت څخه د مرکز خوا ته راځي، د دوی خبره چې له ډېرو کړاوونو سره مخامخ کېږي.

سیمه وال وايي د افغان ملي پوځ له خوا هغه مهال له زور زياتي سره مخامخ کېږي، چې کله یاد پوځيان د وسله والو تر بريدونو لاندې راشي.

له سیمې څخه ښارته په لاره د سورلۍ هغه لسګونه ګاډي چې په ډېرو کې يې ښځينه ناروغان او ماشومان وي، په ساعتونو ځنډېږي او کړېږي.

له زرمت ولسوالۍ څخه راغلي دوه تنه چې د دوی په وينا خپله له داسې چارې سره مخامخ شوي د خپلو سترګو ليدلی حال راته وايي:

''زما نوم عبدالمنان دی د زرمت اوسېدونکی یم د ملي اردو عسکر په دې لاره خلک ډېر ځوروي ماین بل چا ورته اېښی وي او دوی ملکي خلک وهي او ډاروي، په اېښودل شوي ماین يې له پاسه دروي ورته وايي چې اوس چاودنه ورکوو.''

يوتن چې ځان ګل محمد راپېژانده، بي بي سي ته د پرې تېر شوي حال کیسه داسې وکړه: '' تقریبا ۶۰ موټر يې درولي وو ښځې او ماشومان په کې وو د ملي اردو عسکرو خلک ډبول او ورته ویل يې چې طالبانو تاسو ډوډۍ ورکوئ او بیا هغوی موږته مايونه ږدي اوس موږ ځکه تاسو وهو، تاسو ټول ظالبان يئ.''

د سیمې په کچه لويې ستونزې تل د قومي سیمه ییزو او يا ولایتي شوراګانو له خوا حل کېږي. خو کله مو چې د يادې ستونزې په اړه د پکتيا ولایتي شورا وپوښتله، هغوی بې خبري وښوده.

"د افغان ملي پوځ له خوا له ولسي وګړو سره دا ډول ناقانونه چلند په داسې حال کې کېږي، چې په پکتيا کې له بهرنيو ځواکونو افغان هغوته د واک د لېږد درېیم پړاو هم ترسره شو."

د پکتياولایتي شورا مشرښایسته جان احدي وايي چې تر اوسه پورې ورته د یادې ستونزې په اړه د سیمې خلکو رسمي شکایت نه دی کړی.

احدي وړاندې وویل دوی به بیا هم په سیمه کې د داسې کړنو پلټنه وکړي او حل به يې ولټوي:

''تراوسه پورې د پکتيا ولایتي شوراته کوم رسمي شکايت په دې اړه نه دی راغلی، يوازې په شفاهي ډول دا ستونزه یاده شوې خو بیا هم موږ هڅه کوو چې په دې برخه پوره معلومات تر لاسه کړو. زه به دا مساله په نظامي جلسه کې هم یاده کړم.''

له تېرې يوې مياشتې راهیسې په دې هڅه کې يو چې په ګرديز کې د افغان ملي پوځ له چارواکو د يادې ستونزې سپیناوی وکړو، خو له بیابیا هڅو سره د ملي پوځ چارواکو په دې برخه کې له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

د افغان ملي پوځ له خوا له ولسي وګړو سره دا ډول ناقانونه چلند په داسې حال کې کېږي، چې په پکتيا کې له بهرنيو ځواکونو افغان هغوته د واک د لېږد درېیم پړاو هم ترسره شو.

شنونکي وايي د ولس او حکومت ترمنځ واټن هغه مهال ډېرېږي چې يوشمېر واکوال له خپله واک څخه ناوړه ګټه واخلي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .