پر نجلۍ جنسي تېری کوونکی ۱۶ کاله بندي شو

د خپريدو وخت: 09:09 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

په افغانستان کې محکمې تر ډیره علني نه وي خو د نوموړي محکمه علني وه او دوه ساعته وخت یې ونیوه.

په پلازمېنه کابل کې یوې ابتداییه محکمې یو جنسي تیری کوونکی په ۱۶ کاله بند محکوم کړ.

دغه کس تورن دی چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې یې پر یوې نجلۍ جنسي تېری کړی و.

''قاضي تیري کوونکي ته وویل چې ته په شپاړلس کاله تنفیذي بند چې د نظارت له مودی پیلیږی محکوم شوې، او دوه نور تورن کسان چې د سیمه ییزو پولیس سرتیري دي د جزا قانون د څلور سوه او نهمې مادې د حکم له مخې په شپږو ، شپږو میاشتو او څلورم تورن په یو کال تنفیذي بند محکوم شول.''

په افغانستان کې محکمې تر ډیره علني نه وي خو د نوموړي محکمه علني وه او دوه ساعته وخت یې ونیوه.

د نجلۍ مخ یې ور پټ کړی و خو چیغې یې په ټول سالون کې اورېدل کېدې.

نوموړې شپږ میاشتې وړاندې په کندز ولایت کې د سیمه ییز پولیسو د یوې درې کسیزې ډلې له خوا په زوره له کوره تښتول شوې وه او وروسته بیا یو بل کس ته سپارل شوې وه چې جنسي تېری پرې وکړي.

ویل کیږي چې پر لعل بي بي د تېري اصلي لامل د هغه د تره زوی سره د تېري کوونکي دښمني وه.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته او د نوی دیموکراسی په راتلو سره د ښځو د حقوقو نه د دفاع یو ټولنې جوړې شوې چې له امله یې په لویو ښارونو کې د ښځو په وضعيت کې تر یوې اندازې ښه والی راغلی خو په لرو پرتو سیمو کې اوس هم د میرمنو په وړاندې ډېر خڼډونه پراته دي.

پر نجلۍ تېري کوونکي ته د ۱۶ کلونو زندان جزا هغه تر یوې اندازې ارامه کړې خو د ناستو یو شمیر خلکو په وینا د دغې شل کلنې نجلې ژوند هېڅ کله بیرته عادي حالت ته نه شي راتلای او دغه د ننګ لکه به د ټول عمر لپاره د هغې په لمنه پاتې وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .