دجرمني دفاع وزیر په نا اعلان شوي سفر کابل ته ورسېد

د خپريدو وخت: 13:24 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

د جرمني د دفاع وزیر توماس دي مېزر افغانستان ته په خپل یوه نا اعلان شوي سفر کې کابل ته راغلی و.

د جرمني د دفاع وزیر توماس دي مېزیر افغانستان ته په خپل یوه نا اعلان شوي سفر کې د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې د خپل هېواد له پوځیانوسره تر لیدلو وروسته کابل ته راغلی و.

نوموړي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د جرمني د پلازمېنې برلین د راتلونکې اونۍ غونډه کې به په دې بحث وشي، چې د جرمني پوځیانو له وتلو وروسته افغان پوځ څه ډول پوځي ملاتړ ته اړتیا لري.

د جرمني دفاع وزیر وايي، له افغانستان نه د خپلو سرتېرو تر وتلو وروسته به یو شمېر وسلې او مهمات هم افغان لوري ته پرېږدي.

ښاغلي مېزیر زیاته کړه، چې د برلین د راتلونکې اونۍ په غونډه کې به په دې خبرې کوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان نه دجرمني پوځیانو د وتلو دویم پړاو څه ډول پیل کړي.

د نوموړي په خبره" جرمني به رالوتونکې اونۍ پرېکړه وکړي، چې د ۲۰۱۴ کال په لو مړۍ میاشت کې له افغانستان نه د ځواکونو د ایستلو دویم پړوا سره څه وکړي. دا د دې مانا لري، چې د ځواکونو ایستل به مسوولانه او زموږ ټولو ملګرو ته د منلو وړ وي. د ۲۰۱۴ کال تر پایه به زموږ د ځواکونو وتل په پرله پسې ډول وي. )

جرمني افغانستان کې ۴۷۶۰ عسکر لري، چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۴ زېږدیز کال ترپایه ټول له افغانستان نه ووځي.

د جرمني د دفاع وزیر توماس دي مېزیر زیاته کړه، په کابل او مزارشریف کې افغان پوځیانو ته دوه روزنیز مرکزونه جوړوي.

"ژمنه يي وکړه، چې خپلې مرستې به د افغان پوځ د ښوونې او روزنې او سمبالونې په برخو کې تر ۲۰۱۴ کال پورې روانې ساتي. جرمني به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان پوځ د ښوونې او روزنې او سمبالونې په برخو کې خپلې مرستې روانې وساتي."

جنرال بسم الله محمدي

د ښاغلي مېزیر په وینا، کابل کې به د لوژستیک په برخه کې او مزارشریف کې به د انجنرۍ په برخه کې ښوونځي جوړ شي، خو په دې برخه کې يي نور معلومات ورنه کړل.

د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي په همدې خبري غونډه کې وویل، کابل او مزارشریف کې د دوو روزنیزو پوځي مرکزونو جوړول د افغان پوځیانو د روزلو په برخه کې د جرمني د ژمنو یوه برخه ده. جنرال محمدي، له ۲۰۱۴ زېږدیز کاله وروسته له افغان پوځ سره د جرمني د مرستو یادونه وکړه.

" ژمنه يي وکړه، چې خپلې مرستې به د افغان پوځ د ښوونې او روزنې او سمبالونې په برخو کې تر ۲۰۱۴ کال پورې روانې ساتي. جرمني به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان پوځ د ښوونې او روزنې او سمبالونې په برخو کې خپلې مرستې روانې وساتي."

جنرال محمدي له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیت د لېږد بهیر بریالی وباله. نوموړي زیاته کړه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هغه مهال چې بهرني پوځیان له افغانستانه وځي، افغان پوځیان به د دې وړتیا لري، چې په خپلواکه توګه د افغانستان امنیت وساتي.

افغانستان اوس مهال نژدې ۳۵۰ زره سرتېري لري، خو لا هم د سیمې په کچه پرمختللې وسلې نه لري

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .