توماس دي میزیر:د سولې لپاره باید رغنده خبرې وشي

د خپريدو وخت: 07:48 گرینویچ - سه شنبه 13 نومبر 2012 - 23 لړم 1391

پاکستان د کومې مرستې ټټر وهي، هغه بايد د عمل په ډگر کې هم پلې کړي. توماس دي میزیر

د جرمني د دفاع وزير په کابل کې وويل چې د افغان حکومت د سولې په بهيرکې د پاکستان ښکېلتيا بايد په دې پورې تړلې پاتې نه شي، چې لوېديځ هېوادونه تر کومه کچه دغه هېواد دې چارې ته اړباسي، بلکې په وينا يې افغان او پاکستاني چارواکي بايد پردې اړه په خپلو کې جوړونکې خبرې وکړي.

خوښاغلي توماس دي ميزیر دا وويل چې پاکستان د کومې مرستې ټټر وهي، هغه بايد د عمل په ډگر کې هم پلي کړي. د نوموړي په خبره. "زه خپله سږکال پاکستان ته تللى وم، هلته مې د هغه هېواد له سياسي او پوځي چارواکو سره خبرې وکړې، پاکستاني مشران په دې برخه کې د مرستې هيله لري، خو دغه همکاري چې يادونه يې کوي بايد د عمل په ډگر کې پلي کړي، په ځانگړي ډول د جوړجاړي د بهير په ترڅ کې."

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني د همدې موخې لپاره پرون پاکستان ته تللی.

"پاکستاني مشران په دې برخه کې د مرستې هيله لري، خو دغه همکاري چې يادونه يې کوي بايد د عمل په ډگر کې پلي کړي، په ځانگړي ډول د جوړجاړي د بهير په ترڅ کې. توماس دي میزیر"

ښاغلي رباني ترروانيدو مخکې په کابل کې وويل چې دی به د دغه سفر په ترڅ کې پاکستان ريښتینې او عملي مرستې ته وروبولي.

له دې مخکې افغان حکومت ويلي وو، له پاکستان سره به پر دې اړه هم خبرې کوي ، چې که په يوه دريم هيواد کې د سولې خبرې کيږي، د وسلوالو طالبانو مشران بايد د کوم هېواد له پاسپورټ سره هلته لاړ شي.

همدا راز د سولې عالي شورا تېره مياشت ويلي وو، چې سعودي عربستان، افغانستان او پاکستان د سولې د خبرو لپاره د باور چاپريال جوړول غواړي، چې په وينا يې دا بهير به پاکستان او سعودي ته د افغانستان د سولې د عالي شورا د مشر له سفرونو پيل شي.

خو يو شمير کارپوهان وايي ښايي وسلوال طالبان د سعودي پر ځاى د قطر د دريدلو خبرو بيا پيلولو ته ليوالتيا وښيي، ځکه چې په وينايي له مخکې ورته څه نا څه چمتوالي لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .