چاودنې د افغان واده مېلمانه وژلي

د خپريدو وخت: 06:21 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391
په چاودنه کې ټپي شوې وراواله د فراه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په چاودنه کې ټپي شوې وراواله د فراه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د افغانستان لوېديځ فراه ولایت پر یوه سړک د خښ شوي ماین له کبله لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي.

وژل شوي د واده د ورا کسان وو، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د ورا دغه کسان په یوه مسافر وړونکي ګاډي کې سپاره وو، او د زوم او ناوې د ګاډي تر شا روان وو.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي بي بي سي ته وویل، دغو کسانو پشت کوه ولسوالۍ په یوه واده کې د ګډون لپاره سفر کاوه چې ماین پرې وچاودېد.

تر اوسه ددې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

څو ورځې مخکې، یو ماشوم او یوه مور د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره یوځای په ختيځ خوست ولایت کې د ورته پېښې له کبله ووژل شول.

په تېره یکشنبې په سوېلي ولایت هلمند کې د ناټو بریدونو لږترلږه درې ولسي افغانان ووژل شول.

ناټو په دې وژنې بښنه وغوښته.

ملګرو ملتونو مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې زرګونه ولسي افغانان د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .