''د ملي شورا غړي ګاډو ته جعلي پلیټونه لګوي''

د خپريدو وخت: 12:15 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

د افغانستان د ترافیکو رییس جنرال نظام الدین داد خواه هم دغه پلیټونه ناقانونه بولي او وايي چې دوی سره ثبت شوي نه دي:

د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي د دې لپاره چې خپل ګران بیه موټرونه د دولتي محصول له لګښته خلاص او ځان ته په امنیتي کمربندونو کې آسانتیاوې رامنځ ته کړي، جعلي پلیټونه ورته لګوي.

سره له دې چې د ولسي جرګې اداري پلاوی او د افغانستان د ترافیکو ریاست دغه پلیټونه ناقانونه بولي خو بیا یې هم مخه نه نیول کيږي.

په دې وروستیو کې د ولسي جرګې یو شمیر غړو د دغو پلیټونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. دوی وايي ویره لري چې د دولت وسله وال مخالف له دغو پلیټونو نه په ځانمرګي بریدونو کې کار وانخلي.

خو دا چې دغه پلیټونه څه ستونزې راپارولی شي؟

فهیم عابد پرې دغه راپور چمتو کړی دی:

د ځانګړو پلیټونو کارونه هغه اندېښنه ده چې ولسي استازي یې د یو بل په وړاندې درولي.

''په دې وروستیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر د وج او م ج پلیټ لرونکي موټرونه چې د ملي شورا غړو پورې مربوط دي، دننه په ملي شورا کې او تر ملي شورا باندي ګرځي، چې امنیتي اندیښنې یې راپورته کړي دي. هیله لرو چې د بې بندوباری او خطرناکو پیښو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره د دغو پلیټونه د باطل لپاره پریکړه وشي. شاوخوا ۴۰ ولسي استازو د دغې غوښتنې لاندې امضا کړې ده.''

"دغه موټرونه مونږ سره د ترافیک په اداره کې ثبت او راجستر شوي ندي، چې دا موضوع په پارلمان کې تر بحث لاندې ده. د پارلمان د غړو شخصیتونه زمونږ د هیواد لپاره د اعتبار وړ دي، زموږ د قانون لپاره د اعتبار وړ دي نو ځکه د دوی دا کار زمونږ لپاره کومه ستونزه نه ده"

نظام الدین دادخواه

د ولسي جرګې دویم منشي عبدالستار خواصي و چې د یو شمیر ولسي استازو غوښتنه یې د ولسي جرګې عمومي غوڼډې ته وړاندې کړه.

د دې موضوع په اړه د لا ډیرو جزییات د ترلاسه کولو لپاره د ملي شورا پارنکنګ ته ولاړم.

لس پنځلس دقیقې کېږي چې په دغه پارکینګ کې ولاړ یم، سره له دې چې نن یو ډېر شمېر وکیلان نه دي راغلي خو بیا مې هم تر لسو ډیر داسې زغره وال او لوړ بیه موټر ولیدل چې په ترافیکو کې د راجستر شوو پلیټونو په ځای یې د (وج) او )م ج) پلیټونه لګولي وو.

دغه پلیټونه تور رنګ لري په سر کې یې د (و. ج) یانې ولسي جرګې او (م . ج) یانې مشرانو جرګې نښه ده او تر څنګ یې د ملي شورا له خوا وکیلانو ته ورکړل شوی نمبر دی.

یاد پلیټونه په ظاهري بڼه کې له یو بل نه ډیر توپیر لري او داسې ښکاري چې هر وکیل د خپلې شخصي سلیقې له مخې ځان ته جوړ کړي وي.

د افغانستان د ولسي جرګه اداري پلاوی دا مني چې یاد پلیټونه غیر قانوني دي. د ولسي جرګې دویم منشي عدالستار خواصي:

د افغانستان د ترافیکو رییس جنرال نظام الدین داد خواه هم دغه پلیټونه ناقانونه بولي او وايي چې دوی سره ثبت شوي نه دي:

''دغه موټرونه مونږ سره د ترافیک په اداره کې ثبت او راجستر شوي ندي، چې دا موضوع په پارلمان کې تر بحث لاندې ده. د پارلمان د غړو شخصیتونه زمونږ د هیواد لپاره د اعتبار وړ دي، زموږ د قانون لپاره د اعتبار وړ دي نو ځکه د دوی دا کار زمونږ لپاره کومه ستونزه نه ده، په دې اړه خبرې روانې دي او کله چې نهايي شوې تاسې سره به یې شریکې کړو.''

تر ډیره د لوړپوړو دولتي چارواکو په ټاکلو کې د پارلمان غړي برخه لري او ښایې له همدې امله ښاغلی دادخواه ډیر جزییات نه راکوي ځکه نه غواړي چې د ولسي استازو سره یې ټکر راشي.

د دې پلیټونو په کارولو سره د ملي شورا غړي دوه ګټې کوي یو دا چې خپل ګران بیه موټر د محصول او پلیټ اخیستنې له دروند لګښت نه ژغوري او بل دا چې د امنیتي ځواکونو او خلکو له خوا دغه ګاډي پیژندل کیږي او کیدای شي د دوی د هر ډول قانون ماتونې پر وړاندې د څه ویلو جرات ونکړي.

داسې وکیلان هم شته چې په کابل ښار کې په عادي موټرونو کې او پرته له امنیتي ساتونکو ګرځي.

تر ډیره په امنیتي کمربندونو کې هم دغه موټرونه نه تلاشي کیږي

خو پوښتنه دا ده چې آیا د دې پلیټونو کارول د قانون په ماتولو ارزي؟

په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد وايي، د خپل ژوند د ژغورنې لپاره دې ته اړ دي چې له زغروالو ګاډو کار واخلي خو له یو خوا د دغو ګاډو خپله بیه ډیره لوړه ده او له بلې خوا دولت یې له محصولولو لپاره نږدې ۱۰۰ زره امریکايي ډالر غواړي.

غږ

خو داسې وکیلان هم شته چې په کابل ښار کې په عادي موټرونو کې او پرته له امنیتي ساتونکو ګرځي.

ځینې نور وکیلان بیا په دې باور دي چې د دغو پلیټونو په وړاندې د دولت بې تفاوتۍ دوی ته دا مجال ورکړی چې یاد ناقانونه پلیټونه وکاروي.

په مشرانو جرګه کې د هرات سناتوره شهناز غوسي:

''زما مصروفیتونه لږ ډیر و نو ځکه مې وخت پیدا نشو کړای چې خپل موټر ته شخصي پلیټ واخلم، خو په دې برخه کې اصلي ستونزه د دولت ده، ځکه چې دا موضوع یې جدي نده تعقیب کړې، که دا موضوع دولت جدي تعقیب کړي نو لومړی کس به زه یم چې خپل موټر ته به پلیټ واخلم، نو اوس حکومت مونږ ته څه نه وايي، او هغه کله به پیت واخلو چې دولت راباندې فشار راوړي.''

که قانون جوړونکي هم دا تمه لري چې باید قانون پرې په زوره پلي شي نو له عامو خلکو چې تر ډیره له قانونه خبر هم ندي څه ګیله کیدای شي؟

په ولسي جرګه کې د کندهار استازی حمید لالي سره له دې چې د (وج) او (م ج) پلیټونو ناقانونه بولي خو خپله دغه پلیټ کاروي او وايي چې په دولتي ادارو کې د ننوتلو لپاره ورته اسانتیاوې رامنځ ته کوي.

که څه هم د دغو پلوټینو کاروونکي وکیلان دا کار د ځان لپاره یوه اسنتیا ګڼي خو د کندهار ولایت استازی خالد پښتون یاد پلیټونه د امنیت لپاره جدي ګواښ بولي.

خو دغه پلیټونه څه ستونزې راپارولی شي؟

ویل کیږي چې تر اوسه د وکیلانو له خوا کاریدونکي پليټونو نه په ځانمرګي بریدونو کې کار ندی اخیستل شوي خو طالبانو د کابل په فروشګاه سیمه کې پر یو تعمیر د برید پرمهال یو ځانمرګۍ برید د امبولانس پر مټ ترسره کړی و.

که څه هم د دغو پلوټینو کاروونکي وکیلان دا کار د ځان لپاره یوه اسانتیا ګڼي، خو د کندهار ولایت استازی خالد پښتون یاد پلیټونه د امنیت لپاره جدي ګواښ بولي.

سره له دې چې د ملي شورا د دواړو جرګو ډیری غړي دغه پلیټونه ناقانونه بولي خو بیا هم د یو شمیر غړو له خوا کارول کیږي او د دوی دا کار هغه متل را په یادوي چې وايي، که پلار دې قاضي ووژني نو فیصله به په چا کوﺉ؟

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .