ملي شورا کې د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې پر سر ناندرۍ

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

د ولسي جرګې استازو وویل ، چې اعلان شوې نېټه هم قانوني او هم اقلیمي ستونزې لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د نیټې پر سر په ولسي جرګه کې د استازو له یو لړ پوښتنو سره مخامخ شو.

د ولسي جرګې استازو وویل ، چې اعلان شوې نېټه هم قانوني او هم اقلیمي ستونزې لري، چې د دوی په وینا د ژمي یخني به ډېر وګړي له رایې ورکولو بې برخې کړي.

د ولسي جرګې غړی محمدیونس قانوني د یادې ستونزې د حل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو پر نېټې د بیا کتنې او د رایې اچونې د مرکزونو د ډېروالي وړاندیز وکړ.

ښاغلی قانوني وايي، که په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې په یوه وخت د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي، ورسره به د اساسي قانونې له مخې رامنځ ته شوې ستونزې هم حل شي.

"د بودیجې او امنیت ژمنه که افغان حکومت کوي، که نړېواله ټولنه يي کوي او که ملي شورا يي کوي، موږ ستونزه نه لرو، تخنیکي مساله يي پرموږ، موږ په ۱۳۹۲ کال کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې کوو."

فضل احمد معنوي

د نوموړي په خبره" د حل لار يې دا ده، چې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې هم مهاله ترسره شي، دغه کار په راتلونکې کې هم د ملي شورا ستونزې او هم د اساسی قانون ستونزې هواروي. په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې په یوه وخت د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ترسره کېدو لپاره خپله بودیجه ملي شورا ته وړاندې کړﺉ، چې ملي شورا له بېلابېلو مواردو د لګښتونو په مخنیوي سره ستاسو بودیجه پوره کړي. په دې سره کېدای شي، چې د ټاکنو په مخکې دغه پرتې ستونزې هوارې کړي."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر فضل احمد معنوي وايي، که افغان حکومت او ملي شورا د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو په یوه وخت د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره مالي او امنیتي ستونزې حل کړي، کمېسیون چمتو دی چې دغه ټاکنې یو ځای ترسره کړي. نوموړي وویل" د بودیجې او امنیت ژمنه که افغان حکومت کوي، که نړېواله ټولنه يي کوي او که ملي شورا يي کوي، موږ ستونزه نه لرو، تخنیکي مساله يي پرموږ، موږ په ۱۳۹۲ کال کې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې کوو، خو که پرېکړه هم وکړﺉ، شونې نه ده. پوهېږو چې له امنیتي پلوه څومره ستونزې لرو، له امنیتي چارواکو سره بایداړیکه ونیول شي، چې هغوی امنیت نیولی شي که نه او مالي ستونزه حل شي، دا مسایل چې حل شي، نور مسایل حل کېدای شي."

د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې د ستونزې پروړاندې د ښاغلي معنوي ځواب دا و، چې د دغه قانون د تصویب پرمهال ولې دغه ستونزه مطرح نه شوه.

نوموړي وویل، هغه کسان چې په سړو سیمو کې ژوند کوي دا توان لري، چې له خپلو کورونو راووځي او خپلې رايې وکاروي.

د ټاکنو د ترسره کېدو د نېټې له مخې ټاکل شوې، چې د افغانستان ولسمشریزې او ولایتي شورا ټاکنې د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د اپریل په څلورمه نېټه ترسره شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .