ظاهر قدیر: تر اوسه د سولې بهېر څرګندې پایلې نه لري

د خپريدو وخت: 04:56 گرینویچ - دوشنبه 19 نومبر 2012 - 29 لړم 1391

مخکې د ولسي جرگې يو شمېر نورو غړو هم د حکومت او وسلوالو مخالفانو د جوړجاړي په اړه اندېښنه ښوولې و.

د افغانستان د ولسي جرگې لومړى مرستيال محمد ظاهر قدير چې د کابل ولايتي شورا له يو شمېر استازو سره غږېدۀ،له هغوى يې وغوښتل چې د افغان حکومت او د وسله والو مخالفانو د جوړجاړي د بهير په اړه هم خپل اندونه پر ډاگه کړي.

ښاغلي قدير وويل دا خبره جوتول د ولايتي شورا گانو دنده ده، چې د جوجاړي بهير د افغانستان نا امنيو ته ځواب ويلاى شي که نه.

ښاغلي قدير نيوکه وکړه چې گواکې تر دې مهاله د سولې د بهير په اوږدو کې لسگونه ميلیونه ډالره لگښت شوی خو په وينا يې لمس کيدونکې پايلې يې نه لرلې.

د افغانستان د ولسي جرگې لومړي مرستيال ادعا وکړه چې تر کومه له ولايتي شوراگانو او ملي شورا سره په دې برخه کې سلا مشورې ونه شي، دا بهير به له ځان سره گټورې پايلې ونه لري.

"دا اندېښنه داسې مهال ټوک وهي چې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي په وروستيو کې یې د جوجاړي په برخه کې پام وړ پرمختگونه کړي دي."

مخکې د ولسي جرگې يو شمېر نورو غړو هم د حکومت او وسلوالو مخالفانو د جوړجاړي په اړه اندېښنه ښوولې وه، چې په وينا يې گواکې حکومت له يوه کمزوري دريځه خبرې کوي.

دا اندېښنه داسې مهال ټوک وهي چې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي په وروستيو کې یې د جوجاړي په برخه کې پام وړ پرمختگونه کړي دي.

منځگړیتوب ته د سعودي حکومت چمتو کيدل، په پاکستان کې يو شمېر طالب چارواکي له بنده ازاديدل او دا چې د هغه هېواد سياسي، مذهبي او پوځي چارواکو د سولې د افغان بهير ملاتړ کړى دى، د سولې د عالي شورا له خوا شوي پام وړ پرمختگونه بلل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .