افغانستان او د چين نوې مشرتابه

د خپريدو وخت: 19:51 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

شي جينپېنګ د چين کمونست ګوند ۱۸ ملي کانګرېس غونډه کې د ګوند او سياسي بيرو دايمې کمېټې نوی مشر وټاکل شو.

د چين نوي مشران پر کورنيو ننګونو سربېره له ګڼو بهرنيو سيمه ييزو او نړيوالو ننګونو سره هم مخامخ دي.

د جنوبي چين سمندر کې د اوبو پر ملکيت د سيمې له هېوادونو سره له لفظي شخړو نيولې، بيا د (سېنکاکو) يا (دياويو) ټاپوګانو پر سر له جاپان سره تر توندو ناندريو پورې بېلابېلې لانجې د بېجينګ کمونستو مشرانو لپاره د سرخوږي مسئلې بلل کېږي.

پر دې سربېره د سوداګرۍ او پيسو ارزښت کنټرولونې پر سره يې له امريکا سره د سيالۍ ډګر ګرم ساتلی دی.

په سيمه ييز ډول د چين نوي مشران نويو ساحو ته د خپل هېواد اغېز پراخولو او غځولو پر ارزولو او تللو هم غور کوي.

افغانستان چې اوس په کې د کانونو او مځکې لاندې زېرمو راسپړلو هلې ځلې ګړندۍ شوې، بېجينګ کې نوي مشران به هرو مرو په کې د خپل هېواد سټراټيژيک اغېز پياوړونې او اقتصادي ځواک ساتنې سرچينې ګوري.

چين په تېره موده کې د نړۍ بېلاپېلو برخو په تېره بيا افريقا او د مځکنيو زېرمو نورو نويو سيمو کې خپله پانګونه پراخه کړې ده.

امريکا او بريتانيا عراق ته ځواکونو لېږلي وو، خو د تېلو قراردادونه يې چينايي شرکتونو وګټل، پرته له ده چې يو چينايی سرتېری هم عراق کې پل کېږدي.

چيني شرکتونه د ۳ مليارډ ډالرو په ارزښت پانګونې سره په افغانستان کې تر ټولو ستر پانګوال بلل کېږي

په همدې توګه په افغانستان کې چينايي شرکتونه د مځکې لاندې کاني زېرمو ګڼو قراردادونو ګټلو ته سترګې پرلار دي.

لا اوس هم په افغانستان کې تر ټولو ستره پانګونه له چين نه ده، چې د چين کانونو (MCC) او د جيانګ شي مسو چينايي شرکتونو د لوګر عينکو مسو کان د ۳ مليارډ ډالرو په ارزښت پانګونې پروژه پيل کړې ده.

سيمه ييز سټراټيژيک ارزښت

افغانستان په خپله سټراټيژيک موقعيت لري. د وريښمو لرغونې لار له همدغه هېواده تېرېده، چې چين يې له منځنی ختيځ او بيا ان اروپا سره نښلاوه.

پر دې سربېره اوسمهال د هند نيمې وچې او منځنۍ اسيا ترمنځ تړاو جوړوي.

چين په لوېديځ کې له خپلو ټولو ګاونډيو، پاکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان سره مځکنۍ لارې لري، خو دا چې له افغانستان سره يې تر ټولو کم واټن پوله ده، او بيا سخته غرنۍ سيمه ده، لا تر اوسه پر مځکه د تلو راتلو لارنه ده لرلې.

څو کلونه وړاندې په بېجينک کې افغان سفير چين ته د واخان دروازې پرانيستلو خبره کوله، او ګواکې چين ته يې حکومت وړانديز کړی چې دواړه هېوادونه دې د واخان له لارې سره وتړل شي.

کابل ته د سفر پر مهال د جو يانګکانګ تر ټولو پام وړ خبره دا وه چې د افغان پوليسو روزنه او سمبالونه کې به مرسته کوي

د چين کمونست ګوند د ۱۸ ملي کانګرېس غونډې مخکې د دغه ګوند سياسي بيرو دايمې کمېټې غړي جو يانګکانګ چې د کورني امنيت مشر هم و، کابل ته سفر وکړ.

که څه هم دی اوس د کمونست ګونډ نوې مشرتابه کې نشته، خو دا له ۱۹۶۶ کال راهيسې افغانستان ته د يو جګپوړي چينايي چارواکي سفر و.

ښاغلي جو په دې سفر کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وکتل، او دواړو مشرانو يو شمېر سياسي او اقتصادي تړونونه لاسليک کړل.

د ده تر ټولو پام وړ خبره دا ژمنه وه چې له مخې به يې د افغان پوليسو په روزنې، مالي پانګې برابرونې او سمبالونې کې مرسته کوي.

دوه اړخيزې ګټې

تر ډېره کتونکي د دې يادونه کوي چې چين د يوۀ ځواکمن حکومت ارام افغانستان ته د خپلو مهمو سټراټيژيکو ګټو په سترګه ګوري.

د چين لوېديځه برخه چې له افغانستان سره پوله لري، د دغه هېواد شينجيانګ سيمه ده، چې ډېری استوګن يې اويغور مسلمانان دي.

دوی له اوږدې مودې راهيسې د بېجينګ هان توکمه حکومت ته د يوې پردۍ واکمنۍ په سترګه ګوري.

د اويغوريانو ځينې بېلتونپالي توندلاري له القاعدې سره په تړاو تورن شوي، او يو وخت يې په افغانستان کې هم روزنځايونه درلودل.

په افغانستان کې د ارامۍ او ځواکمن حکومت نه په ملاتړ بېجينګ د خپل کورني امنيت خونديتوب سټراټيژکي ګټې هم ګوري.

افغان مشرتابه هم د بېجينګ اغېز ته د لارې هواري کې خپلې سټراټيژيکي ګټې ګوري.

د چينايي پانګونې له لارې د خپل اقتصاد پر پښو درونې سربېره ، افغان حکومت ته ډېره مهمه خبره دا برېښي، چې له اسلام باد سره د خپلو نژدې اقتصادي سياسي اړيکو له مخې بېجينګ په خپل اغېز د افغان جګړې په سياسي حل کې رول، که څه هم نامخامخ به وي، لرلی شي.

اويغور مسلمانان له اوږدې مودې راهيسې د بېجينګ هان توکمه حکومت ته د يوې پردۍ واکمنۍ په سترګه ګوري.

د چين له تګلارو او دريځونو داسې برېښي چې د دغه هېواد مشرتابه، هم مخکيني او هم يې نوي مشران په دې باوري شوي چې په افغانستان کې جګړه او نارامي نه يوازې په دغه هېواد کې د دوی پانګونې او اقتصادي ګټو ته ګواښ دی، بلکې دوی ته په کور دننه د کړکېچونو او نارميو خطر هم زېږولی شي.

پاکستان او چين خورا نژدې ملګري دي، او بېجينګ د سولې خبرو ته د طالبانو په کاږلو کې پر اسلام اباد فشار راوړی شي.

د روان ۲۰۱۲ کال په جون د چين تلونکي ولسمشر هو جينتاو په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې وويل ګنې دغه ټولنه بايد د افغانستان "سوله ييزه بيا روغونه کې ښکېله شي".

دا چې د ناټو په مشرۍ له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو وتلو وخت ډېر لرې نه دی، داسې برېښي چې اوس هم چين او هم لوېديځ افغانستان کې د بېجينګ ښکېلتيا ته لږترلږه له رواني پلوه چمتو شوي او د اوږد مهال لپاره به يې پر څرنګوالي غور کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .