'د لوګر د مسو عینک کان تړون روڼ نه دی'

د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - سه شنبه 20 نومبر 2012 - 30 لړم 1391

د افغانستان د کانونو وزارت وايي دا تړون د دوو وزراتونو د کمېټو له خوا ارزول شوی وو او د افغانستان د کابینې له خوا تصویب شوی دی چې تر ډېره د خلکو اندېښنو ته ځواب وايي.

د ګلوبل ویتنېس یا څار نړیواله ټولنې په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د لوګر د مسو عینک کان په تړون کې روڼوالی نه شته او جزییات یې لا هم پټ پاتې دي.

دغه راز د امنیت، اقتصاد، چاپېریال ساتنې او نورو برخو کې هم اندېښنې موجود دي.

د عینکو د مسو کان تړون څلور کاله مخکې د چین د ایم سي سي شرکت سره شوی چې ټاکل شوې د استخراج چارې یې په راتلونکو دوو کلونو کې پیل شي.

خو د نړیوال څار یا ګلوبل ویتنېس ټولنې په یوه خپاره شوي راپور کې یو شمېر موضوعاتو لکه امنیت، شفافیت، فرهنګي میراثونو، اقتصاد، چاپېریال او نورو اړخونو اندېښنو ته پام ډېر پام شوی دی.

ددغه سازمان غړې جومان کبا وايي د افغان حکومت او ایم سي سي کمپنۍ ترمنځ په شوي تړون کې لا هم ځینې ټکي په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي، چې د افغانانو لپاره به ډېر مهم وي.

لومړی موضوع چې موږ ته مهمه ده هغه د روڼوالي نه شتون دی، بله دا چې د تړون تر لاسلیک کېدو څلور کاله وروسته هم د افغانستان خلک د دغه تړون د جزییاتو په اړه نه دي خبر.

دا چې د عینکو کان د افغانستان یوه ډېره مهمه کاني سرچینه ده نو مهمه ده چې خلک پوه شي چې دلته څه ډول معامله شوې ده.

د څار د نړیوالې ټولنې مشر ګوېن هېمن وايي که د افغانستان په کاني چارو کې په منظمه توګه کار ونه شي نو په راتلونکې کې به له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

دا به یوه ننګونه وي ځکه تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو امنیتي حالت ماتېدونکی دی او حکومتولي هم کمزورې ده.

خو د افغانستان د کانونو وزرات وايي دوی د کانونو د تړنونو په برخې کې له وړاندې دغو ټکو ته پام کړی دی. ددغه وزارت د پالیسۍ مشره غزال حبیب یار وايي د ګلوبل ویتنېس له خوا د خپاره شوي راپور مهم ټکی د تړونونو د راپور خپرول دي چې د کانونو وزرات هم د شاوخوا دوه سوو کانونو د تړونونو په اړه یې معلومات خپاره کړي او د عینک د مسو کان د تړون جزییاتو په اړه له چینايي اړخ سره خبرې شوي او ژر به خپاره شي.

"دا مهال افغان حکومت تر ډېره پر کانونو پانګونې ته پام اړولی دی او اټکل دی چې له ۲۰۱۶ کاله به یواځې د عینکو له کانه هر کال شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړي او پنځه زره کاري دندې به ورسره رامنځ ته شي."

دا تړون د دوو وزراتونو د کمېټو له خوا ارزول شوی وو او د افغانستان د کابینې له خوا تصویب شوی . دغه راز د نړیوالو څارونکو یوې ډلې هم دغه تړون ارزولی وو او ښې پایلې یې درلودې. چې راپورونه یې زموږ او پخپله د ګلوبل ویتنېس په ویبپاڼو کې موجود دي.

د ګلوبل ویتنېس یا نړیوال څار ټولنه وايي د لویو کانونو د تړونونو د جزییاتو خپرول له دې امله ډېر مهم دي تر څو قوي او کمزوري ټکي یې روښانه شي. او په افغانستان کې د کانونو د راتلونکو تړونونو په تړاو زده کړه ترې وشي.

دا مهال افغان حکومت تر ډېره پر کانونو پانګونې ته پام اړولی دی او اټکل دی چې له ۲۰۱۶ کاله به یواځې د عینکو له کانه هر کال شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالره تر لاسه کړي او پنځه زره کاري دندې به ورسره رامنځ ته شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .