کابل کې ځانمرګی برید: دوه کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 06:47 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

کابل کې ځانمرګي برید دوه ساتونکي وژلي

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پولیس وايي د ښار په یوه سیمه کې، چې خورا کلک امنیتي تدابیر په کې ساتل کېږي، د یوه ځانمرګي برید له امله دوه تنه وژل شوي دي.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پولیس وايي د ښار په یوه سیمه کې، چې خورا کلک امنیتي تدابیر په کې ساتل کېږي، د یوه ځانمرګي برید له امله دوه تنه وژل شوي دي.

د کابل د امنیې قومندان محمد ایوب سالنګي د پېښې په اړه بي بي سي ته وویل، چې نن سهار اوه نیمې بجې یوه ځانمرګي چې په چاودېدونکو توکو، لاسي بمونو او وسلو سمبال و، غوښتل چې یوې لوړپوړېزې ودانۍ ته پورته شي او هرې خوا ته ډزې وکړي، خو امنیتي ځواکونو وپېژاند او ویې واژه.

چاودنه د غازي وزیر اکبرخان مېنې په د یپلوماتیکه سیمه کې د ایتلافي ځواکونو له مرکز سره نژدې شوې ده.

د هغه په ځان پورې د تړلو چاودېدونکو موادو د چاودنې له امله دوه تنه ساتونکي وژل شوي او یو بل ټپي شوی. د نوموړي په خبره د ملی دفاع د وزارت د کارکوونکو د یوه ګاډي، چې هاغه مهال له سیمې د تېرېدو په حال کې و، هندارې ماتې شوې او په کې ناست دوه کسان برسېرن ټپیان شوي دي.

چاودنه د غازي وزیر اکبرخان مېنې په د یپلوماتیکه سیمه کې د ایتلافي ځواکونو له مرکز سره نژدې شوې ده.

د افغان حکومت مخالف وسله وال طالبان وايي برید دوی کړی او ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.ځانمرګی برید ګر د افغانستان د قاضي القضات کور ته نژدې وژل شوی، خو دا معلومه نه ده، چې د برید ګر هدف څه و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .