د کډوالو لپاره د ځمکو پر وېش نیوکې کېږي

د خپريدو وخت: 09:34 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

ستونزه ترې کچې ده چې په يو شمېر ښار گوټو کې يو نمره يوۀ دوو يا دريو کسانو ته هم وېشل شوې ده. نجیب الله امین

د افغانستان د چارو اداره وايي چې گواکې د کډوالو چارو وزارت د ښارگوټو د ځمکو وېش بهير روڼ نه دى. دغه اداره وايي ولسمشر حامد کرزي له دغه وزارته غوښتي وو، چې د ښارگوټو د ځمکو وېشلو بهير له سره وارزوي او په دريو مياشتو کې د ننه هغه ته راپور ورکړي. خو وايي اوس د ياد شوي وزارت راپور جوتوي چې لا هم ستونزې شته.

د چارو ادارې او د وزيرانو شورا د دار الانشا مرستيال نجيب الله امين بي بي سي ته وويل ستونزه تر دې کچې ده چې په يو شمېر ښار گوټو کې يو نمره يوۀ دوو يا دريو کسانو ته هم وېشل شوې ده.

د نوموړي په خبره" داسې شوې دي چې يوه نمره ځمکه په يوۀ مهال دوو يا درېو کسانو ته وېشل شوې، دا يوه حقوقي ستونزه ده، چې اوس دوى په څه توگه هغه ځمکه تر لاسه کړي، يا په کومه توگه جوته کړي، چې څوک له دغو دريو کسانو څخه د ځمکې مستحق دى، دا په وزارت کې د ناوړه ادارې څرگندونه کوي، که اداره ښه نه وي، که درغلي کېږي،که سر غړونه کېږي يا بله کومه ستونزه وي هغه بايد هواره کړي، د دغه وزارت دنده ده چې حق حقدار ته وسپاري او بېرته خپل راپور ولسمشر ته ورکړي، و دې وايي چې دغه دنده ولسمشر راسپارلې وه، دغه يې موده وه او موږ په دومره مهال کې بشړه کړه."

خو د کډوالو چارو وزارت دا نيوکه رد کړه چې گواکې ددوى په چارو کې روڼتيا نه شته.

"له دوو کلونو راهيسې کډوالو چارو وزارت په مرکز کې يو ډيټا بېس رامنځ ته کړى دى او کوم ښارگوټي چې وېشل کېږي له بشپړ روڼاوي برخمن دي. "

اسلام الدين جرات

د ياد شوي وزارت وياند اسلام الدين جرات بي بي سي ته وويل چې دوه کلونه مخکې په کابل کې د استاد خليلي په نامه ښارگوټي کې د يوې نمرې یا دوو په برخه کې دغه راز ستونزه ليدل شوې وه، چې يوه نمره دې له يوۀ نه د ډېرو خلکو په نومونو شي خو وايي تر هغې را وروسته يې د نوملړنو او نمرو لپاره په کابل کې ډيټا بېس يا نې بريښنايي زېرمه جوړه کړې چې په وينا يې د ورته ستونزو مخه يې په بشپړ ډول نيولې ده.

" دا چې په تېر مهال کې چې د کډوالو چارو وزارت نمرې په سیمه یيزه توگه وېشل کېدى، يانې په دې مانا چې په مرکز کې داسې ډيټا بېس نه وو، چې يوه نمره له يوه نه ډېرو کسانو ته ونه وېشل شي، موږ په دې برخه کې له ستونزو سره لاس او گريوان وو. خو له دوو کلونو راهيسې کډوالو چارو وزارت په مرکز کې يو ډيټا بېس رامنځ ته کړى دى او کوم ښارگوټي چې وېشل کېږي له بشپړ روڼاوي برخمن دي."

کډوالو چارو وزارت وايي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په ۲۹ ولايتونو کې ٦٠ ښارگوټي لري چې له دې ټولگې نه ۲۷ يې د څرنگوالي له پلوه معياري او کره بلل شوي دي.

ياد شوى وزارت وايي په خپلو ښارگوټو کې هغه چاته د کور جوړولو لپاره ځمکه ورکوي چې له کډوالۍ نه د بېرته راستنېدو پاڼه ورسره وي، د دغه هېواد تذکره ولري او بله دا چې خپله ځمکه ونه لري.

کډوالو چارو وزارت وايي تر دې وروسته هم يوازې د کډوالو وزارت ځمکه نه وېشي، بلکې وايي دا چاره د يوې داسې جرگگۍ له خوا تر سره کېږي،چې د ۱۲ وزارتونو او کورنيو او بهرنيو بنسټونو استازي په کې غړيتوب لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .