"امریکا افغانستان کې دایمي پوځي اډې نه غواړي"

د خپريدو وخت: 13:43 گرینویچ - پنجشنبه 22 نومبر 2012 - 02 لیندۍ 1391

ښاغلي لارېنس د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه هیله مندي وښوده.

افغانستان کې د امریکا مرستیال سفیر هوګو لارېنس له بي بي سي سره په دغه ځانکړې مرکه کې په ټولیز ډول په دوو موضوعاتو خبرې وکړې. یوه د افغانستان د راتلونکو ټاکنو مسله وه او بله د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي هوکړه لیک موضوع وه.

ښاغلي لارېنس د افغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه هیله مندي وښوده او دا یې د افغانانو لپاره د ولسواکۍ له لارې د خپل نوي مشر د ټاکلو لپاره یوه ښه لاره وبلله. نوموړي ډاډ ورکړ، چې امریکا به له افغانستان سره د ټاکنو په برخه کې مالي او لوژستیکې مرستې وکړي او هڅه به وکړي چې ډېر افغانان په کې ګډون وکړي.

ښاغلي لارېنس همداراز وویل، چې د تېر ځل ټاکنو کې د ایتلافي ځواکونو په لوژستیکي مرسته افغان ځواکونو تر ډېره امنیت پخپله ټینګ کړی و او دا ځل هم دوی د دغه ډول مرستو لپاره چمتو دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به په راتلونکو افغان ټاکنو کې د کوم ځانګړي شخص یا ډلې ملاتړ وکړي، ښاغلي لارېنس داسې وویل" متحده ایالتونه هېڅ نوماند، سیاسي ګوند یا سیاسي ډلې ته پر نورو غوره والی نه ورکوي. هغه څه چې موږ یې ملاتړ کوو، هغه د ټاکنو او ولسواکۍ افغان بهیر دی."

"متحده ایالتونه هېڅ نوماند، سیاسي ګوند یا سیاسي ډلې ته پر نورو غوره والی نه ورکوي. هغه څه چې موږ یې ملاتړ کوو، هغه د ټاکنو او ولسواکۍ افغان بهیر دی."

هوګو لارېنس

امریکا به تل د افغانستان خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته ډېر درناوی ولري. او له همدې کبله موږ د ټاکنو د افغان بهیر ملاتړ کوو. د امریکا مرستیال سفیر همداراز هیله وښوده، چې د افغانستان راتلونکې ټاکنې به بریالۍ وي.

د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي هوکړه لیک په اړه ښاغلي لارېنس تمه وښوده، چې د دغه هوکړه لیک په اړه روانې خبرې به ژر تر ژره له ښو پایلو سره پای ته ورسيږي.

ده وویل، چې د دغه هوکړه لیک ستره موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتي همکاریو روان ساتل او ډېرېدل دي. ده همداراز ټینګار وکړ، چې امریکا په افغانستان کې دایمي پوځي اډې نه غواړي او د یاد امنیتي هوکړه لیک پر مټ به دغه هېواد د افغان امنیتي ځواکونو د لاپیاوړي کولو هڅې کوي.

په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر همداراز ټینګار وکړ، چې د امریکا او افغانستان تر منځ یاد امنیتي هوکړه لیک به د افغانستان ګاونډیانو ته هېڅ ډول ګواښ رامنځته نه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .