کابل دوه شکمن برید کوونکي نیولي

د خپريدو وخت: 10:10 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

ویل کېږي، چې نیول شوي کسان د هغې شبکې غړي دي، چې د کابل او شاوخوا سیمو ۸۰٪ مسؤولیت یې پرغاړه دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي دوه تنه چې غوښتل چې د عاشورا په ورځ په کابل کې ځانمرګي بریدونه وکړي نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن غرمه په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه دوه تنه تیره شپه د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې له څلورو واسکټونو سره نیول شوي دي.

دښاغلي صدیقي په وینا دغو کسانو غوښتل چې د سبا د شنبې په ورځ د کابل ښار په څلورو سیمو کې ځانمرګي بریدونه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې پولیسو له وړاندې د دوی په اړه استخباراتي معلومات در لودل او د یو کمین په ترڅ کې د پولیس له خوا ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مشر مل پاسوال عبد الرحمن رحیمي په همدې خبري غونډه کې وویل نیول شوي کسان چې د ځانمرګو بریدونو له پاره د ځانګړو واسکټونو په جوړولو کې یې ځانګړی مهارت درلود، د هغې شبکې غړي دي چې د ده د ادعا له مخې په کابل او شاوخوا سیمو کې د اتیا سلنه ځانمرګو بریدونو د تنظیم چارې یې په غاړه لرلې.

ښاغلي رحیمي ددغو دوه کسانو نیول د کورنیو چارو وزارت لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې د دغو کسانو په نیولو د شنبې په ورځ په کابل کې د خونړیو پیښو مخنیوی وشو.

نیول شوي کسان او له هغوی څخه څلور ترلاسه شوي واسکټونه خبریالانو ته وښودل شول.

ښاغلي رحیمي وویل نیول شوي واسکټونه په ځانګړي مهارت جوړ شوي و او د پخوانیو هغو یې ډیر توپیر درلود.

په کابل ښار کې د امنیي ارګانونو له خوا د محرم میاشتې د لسمې پیښې د لمانځلو په درشل کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

تېرکال د عاشورا په کابل ښار کې د همدې مراسمو په ګډونوال برید وشو چې په ترڅ کې یې کسان ووژل شول او نور ټپیان شول.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .