د میدان ښار ځانمرګي ۲ وژلي، ۶۰ ټپیان کړي

د خپريدو وخت: 16:40 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

ميدان ښار کې ځانمرگي بريد

د ميدان وردگو په مرکز کې د جمعې د ورځې په ځانمرگي بريد کې دوه کسه ووژل شول او په لسگونو ټپيان شول، لکه په دې ويديو رپوټ کې چې يې وينئ بريد ډېره نوره ويجاړي هم پېښه کړه.

ليدلmp4

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، د جمعې ورځې شاوخوا اته بجې میدان ښار کې درنه موټر بم چاودنه وشوه.

د میدان ښار په یوه روغتون کې ټپي شوي یوه ډاکټر نسیم ودان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د تیلې فون پر کرښه د پېښې جزییات داسې په ډاګه کړل:

''د نننۍ چاودې ځای ته څېرمه زموږ روغتون دی، چې له موږ سره له ۱۷ بستر ناروغانو څخه یې ۱۶ ټپیان شول. په دوی کې اته کسان په میدان روغتون کې بستر شول، او درې نور ټپیان مې د کابل امرجنسي روغتون ته د درملنې لپاره راوړل. او پنځه یې نور راوړل، چې نهه کسان یې دلته بستر دي.''

ډاکټر ودان زیاته کړه، ځینې داسې ماشومان یې د چاودنې په سیمه کې ولیدل، چې کولمې یې بهر راوتلې وې، او د میدان ښار روغتون عملیات خونې ته یې یووړل.

نوموړي دا څرګندونې له روغتون څخه پر تیلې فون داسې مهال کولې، چې ویل د غږېدو پرمهال لاهم سیروم ورته لګېدلی دی.

ولایتي ویاند شاهدالله شاهد بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل:

''نن سهار اته بجې او شل دقیقې د همغږۍ ګډ مرکز او محبس په کوڅه کې د ګاډي په مټ لوی برید شوی، چې ورڅېرمه د ولسي خلکو کورونه هم دي. لومړني معلومات ښيي، چې دوه کسان یې وژلي او شاوخوا ۶۰ کسان یې ټپیان کړي دي. ځینې ټپیان کابل ته لېږدول شوي. حتماً به بهرنیو او افغان ځواکونو ته زیان اوښتی وي.''

"طالبانو ویلي، چې برید د مازدا ګاډي په مټ شوی، له چاودېدونکو توکو ډکه کړای شوې وه."

نوموړی وايي، چې په دې چاودنه کې لسګونه ټپي شوي ولسي وګړي روغتون ته وړل شوي دي.

ښاغلی شاهد وايي، چاودنې ته څېرمه کورونه هم زیانمن شوي دي.

خو د میدان وردګو د پولیسو ویاند عبدالولي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې: ''د پولیسو مرکز ته څېرمه په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.''

د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی.

د ذبیح الله مجاهد په نامه، ددغې ډلې یوه ویاند بي بي سي ته په رالېږلې ویناپاڼه کې ادعا کړې، چې په چاودنه کې لسګونه بهرني او افغان سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.

خو ددوی دا ادعا تر اوسه چا نه ده منلې.

د اعدام شوو غچ

طالبانو دا ادعا هم کړې ده، چې په دغه ځانمرګي برید کې د ایتلافي ځواکونو د همغږۍ ګډ مرکز تر ډېره ویجاړ شوی دی.

دوی وايي، چې دغه برید د سهیل غزنوي په لوري شوی دی.

طالبانو ویلي، چې برید یې په څرخي زندان کې د څلورو اعدام شوو طالبانو په غچ اخیستو کې کړی دی.

دوی ګواښ کړی، دې لړۍ ته به دوام ورکړي.

طالبانو ویلي، چې برید د مازدا ګاډي په مټ شوی، له چاودېدونکو توکو ډکه کړای شوې وه.

په تېره چارشنبه (د نومبر ۲۱مه - قوس/لیندۍ ۱، ۱۳۹۱هـ ش) د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پولیس وايي د ښار په یوه سیمه کې، چې خورا کلک امنیتي تدابیر په کې ساتل کېږي، د یوه ځانمرګي برید له امله دوه تنه وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .