د کابل پوهنتون لیلیه کې محصلینو نښته کړې

د خپريدو وخت: 13:12 گرینویچ - شنبه‬ 24 نومبر 2012 - 04 لیندۍ 1391
کابل پوهنتون

وړاندې د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون پر لوحې ستره لانجه جوړه شوې وه.

د کابل پوهنتون په لیلیه کې د محصلینو ترمنځ اخ و ډپ رامنځ ته شوی دی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، عیني شاهدانو ویلي، تاوتریخوالی وروسته تر هغه پېښ شو، چې د سني محصلینو له لوري شیعه محصلین پوهنتون کې د عاشورا د ماتم لمانځلو ته پرېنښودل شول.

په دې نښته کې، چې شیعه محصلینو د کابل پوهنتون د لیلیې په جومات کې د عاشورا د مراسمو لمانځل او خپل ځانونه وهل غوښتل، د سني محصلینو له لوري یې مخه ونیول شوې ده.

دواړه لوري له یو بل سره په خوږوونکو څیزونو او لرکیو نښته کړې ده.

تر نښتې وروسته ماښام د کورنیو چارو د وزیر مجتبی پتنګ، د ملي امنیت د رییس اسدالله خالد، د ترانسپورت وزیر داود علي نجفي، د لوړو زده کړو د وزیر عبیدالله عبید او ځینو نورو امنیتي چارواکو په ګډون بېړنۍ ناسته وشوه، چې د کرزي په مشوره یې د کابل ټول حکومتي پوهنتونونه او لیلیې د لسو ورځو لپاره رخصت کړل.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې د کابل پوهنتونونو ازموینې پیل شوې دي.

د کابل امنیه قومندانۍ مرستیال محمد داود امین بي بي سي ته وویل، چې په نښته کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي، چې ۱۱ کسان تر درملنې وروسته رخصت شوي او ددرو ټپیانو درملنه لاهم دوام لري.

خو د پېښې عیني شاهدانو محصلینو بي بي سي ته ویلي، چې درې سني محصلین د شیعه ګانو په چړو او له لیلیې د راغورځېدو له کبله وژل شوي دي.

په نښته کې د کابل پوهنتون د لیلیې د خونو ښیښې ماتې شوې دي.

د شپې بیا هم شیعه ګانو غوښتل، چې پوهنتون ته ننوځي، خو پولیسو په هوايي ډزو تیت پرک کړي دي.

تېره شپه لیلیې تخلیه شوې، د لیرو سیمو محصلین خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي، چې په وینا یې ښکېلو کسانو ته به درنه سزا ورکړل شي.

د روان ۲۰۱۲ په سپتمبر کې د احمد شاه مسعود پر ۱۱ تلين د هغه پلويان او د کابل په لوېديځ کې يو شمېر اوسېدونکي سره نښتي وو، چې په کې د سر او مال زيان اوښتی و.

پوليسو ویل چې قهرېدلو وگړو د پوليسو پر ځايي څانگې بريد کړى او گاډو او ودانيو ته يې اور اچولى دى.

د هزاره توکمو او احمدشاه مسعود د پلويانو ترمنځ تربگني د ۱۹۹۰ لسيزې لومړيو ته ور گرځي چې بشري ډلې وايي، گڼ هزاره وگړي په کې د هغه مهال د واکمنو له خوا وژل شوي وو.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .