''له افغان ښځو سره زور زیاتی د اندېښنې وړ دی''

د خپريدو وخت: 11:35 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم وايي، چې دښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي په موخه یې یو لړ هلې ځلې پيل کړې دي.

وروسته له هغه، چې په دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې په بې رحمانه ډول یو شمېر ښځې د خپلو کورنیو د غړو او یا هم د ناپېژاند کسانو له خوا ووژل شوې، د بشري حقونو او د ښځو د مدافع ټولنو اندېښنې راپورته کړې.

په هرات کې د بي بي سي خبریال وايي، په هغه ولایت کې یوازې په تېرو دریو میاشتو کې څلور داسې پېښې شوي، چې ښځې په کې د کورني تاوتریخواله امله وژل شوي او یا ترې سرونه غوڅ شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي، په تېرو نژدې اوو میاشتو کې یې د ښځو د سرغوڅولو، له میندو سره د هغوی د اولادونو د یو ځای وژل کېدو او په دار ځړولو نژدې ۷۰ پېښې یې ثبت کړې دي.

که څه هم د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ښځو پر وړاندې زورزیاتی له پخوا هم وو خو ویل کېږي چې ورستي زور زیاتي د خپل ډول تر ټولو سخت ګڼل دي.

د ښځو د ټولنو یوه فعال وږمه فروغ وايي، د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي یولامل په افغانستان کې جګړه ییز چاپېریال دی، چې دهغې په وینا همدغه کړکېچن حالات کورنیو ته هم لاره موندلې ده:

''زموږ څېړنې ښيي چې جګړه، د جګړې عوامل او هغه وسیلې چې اوس یې د حکومت وسله وال مخالفین په جګړې کې کاروي، یعنې د خلکو د وېرولو او په ټولنه کې د خپل نفوذ لپاره ډېر کار ترې اخیستل شوی دی. او د رسنیو له خوا دومره ډېر کارول شوي چې همدا کولای شي د کورنیو غړو او هغو کسانو ته چې جرمونه ترسره کوي سوژې په لاس ورکړي.''

ځو ځینې بیا په دې باور دي، چې د قانون نه پلې کېدل او له قانون نه ناخبرتیا هغه څه دي، چې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي لامل شوې دي.

خو د دغو ستونزو تر څنګ د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا پر هغو بنسټونو نیوکه کوي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي.

"ځینې په دې باور دي، دیني عالمان او د جوماتونو ملا امامان چې په ټولنه کې تر ډېره اغېز لري کولای شي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو او هم یې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي."

د ولسي جرګې غړي ارین یون په دې باور ده، چې په افغانستان د ښځو دژوند د پرختګ او د هغوی د حقونو لپاره یوازې د شعار تر کچې کار شوی او د هغې په وینا همدا لامل دی چې د ښځو د حقونو لپاره هغه ډول کار چې باید شوی وای، نه دی شوی.

خو پوښتنه دا ده، چې څنګه کېدای شي، د ښځو پر وړاندې روان زورزیاتی پای ته ورسېږي.

ځینې په دې باور دي، دیني عالمان او د جوماتونو ملا امامان چې په ټولنه کې تر ډېره اغېز لري کولای شي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په راکمولو او هم یې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د ولسي جرګې غړي ارین یون هم د ښځو پر وړاندې د زوزیاتي په له منځه وړلو کې د یني عالمان پر رول ټینګار کوي خو پر بنسټونو نيوکې کوي، چې د ښځو د حقونو لپاره هلې ځلې دي.

اغلې یون وايي، د ښځو دحقونو مدافع ټولنې دې خپل ټول پام پلازمینې کابل نه ورټولې او د هغې په وینا په لرو پرتو سیمو کې دې هم د ښځو د حقونو لپاره کار وشي.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایې د ښځو پر وړاندې ې د زور زیاتي د مخنیوي په موخه د افغانستان په مدني او جزايي قوانینو کې د یو شمیر بدلونونو وړاندیزونه کړی چې د وزارت په وینا په منلو سره به یې د تاوتریخوالو کچه را ښکته شي.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله، سیده مژګان مصطفوي، وايي دغه وزرات د کورنۍ د قانون نوې مسوده برابره کړې، او هېله ښيي چې پرمټ به یې د صحرايي محکمو مخنیوی وشي:

صحرايي محکمه

''موږ د همدغو نيمګړتياوو او ستونزو د لرې کولو لپاره چې موجود دي، د کورنۍ د قانون مسوده چې کولی شو ووايو په بشپړ ډول د ښځو له حقونو ملاتړ کوي کار پرې کوو. موږ د کورنۍ د قانون په مسوده او ټولو تقنيني اسنادو کې د هغو قتلونو د مخنيوي وړانديز کړی چې د ناموس ساتلو په نوم کېږي. هغه مهال چې په يوه حکومت کې د قانون واکمني وي هېڅوک نه شي کولی په غير قانوني ډول صحرايي محکمه جوړه کړي، او يا خپله لور، ښځه او يا بل هر څوک يې چې وي ويې وژني. په مطلق ډول دا د حکومت وظيفه ده چې جرايم وڅېړي، دلته حکومت او قضايي او عدلي ادارې شته، هغوی د تعقيب دنده لري، نه اشخاص.''

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت هم وايي، چې دښځو پر وړاندې د زور زیاتي د مخنیوي په موخه یې یو لړ هلې ځلې پيل کړې دي.

د دغه وزارت مرستیال داعي الحق عابد وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره یې د جوماتونو امامانو ته لاروښونه کړې، چې د ښځو د حقونو په اړه خلکو ته مالومات ورکړي او د ښځو دحقونو په اړه یې یو شمیر کتابونه هم چاپ کړې، چې په راتلونکې لمریز کال کې به په ټو لو جوماتونو کې ووېشي.

خو د حکومت او د نورو بشري حقونو ټولنو له دې ټولو هڅو سره سره لاهم روښانه ده چې په افغانستان کې به د ښځو پرو ړاندې روان تاوتریخوالی کله پای ته ورسیږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .