له ښځو سره د زور زیاتي ۳۵۰۰ پېښې ثبت شوې دي

د خپريدو وخت: 12:36 گرینویچ - 25 نومبر 2012 - 05 لیندۍ 1391

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د ۳۵۰۰ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

له ښځو سره د زور زياتي د مخنيوي د نړېوالې ورځې سره هممهاله د افغانستان د ښځو چارو وزارت له ښځو سره د زور زیاتي د ۳۵۰۰ پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

د ښځو چارو وزيره حسن بانو غضنفر وايي د زورزیاتي دغه پېښې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په بېلا بېلو ولايتونو کې د دغه وزارت په دفترونو کې ثبت شوې دي.

که څه هم اغلې غضنفر وايي د تېر کال په پرتله له ښځو سره د زورزياتي پېښې نه دي زياتې شوي، خو سږنۍ پېښې زړه بوږنوونکې دي نوموړې وايي" له موږ سره هماغه ۳۵۰۰ پېښې ثبت دي چې تېر کال ثبت وې، خو سږ کال موږ متوجه شو چې پېښې ډېرې جدي دي. موږ سږ کال ډېرې زړه بوږنوونکې پېښې ثبت کړې، چې په تېرو کلونو کې يې شمېر لږ وو. موږ د ښځو پر وړاندې له هر ډول زورزیاتي نه اندېښمن يو، که هغه لفظي وي او په لاره يوې نجلۍ ته ويل کېږي، که هغه د زده کړو په مرکزونو او دفترونو کې وي او يا هم کورنی تاوتريخوالی وي چې له امله يې یوه ښځه په لفظي ډول، د وهلو ډبولو او نورو رواني فشارونو له امله رټل کېږي."

بل خوا د کورني تاوتريخوالي په لړ کې تر دې دمه تر ټولو وروستی پېښه د افغانستان په شمالي ولايت بدخشان کې شوې چې په لړ کې يې يوه کس خپل ښځه وژلې ده.

د بدخشان د پوليسو مشر سخي داد حیدری بي بي سي ته وويل د محمد په نوم يوه کس خپله ښځه او د هغې ورور په خپل کور کې په چره ييز ټوپک ويشتلي او وژلي یې دي.

"له موږ سره هماغه ۳۵۰۰ پېښې ثبت دي چې تېر کال ثبت وې، خو سږ کال موږ متوجه شو چې پېښې ډېرې جدي دي."

حسن بانو غضنفر

دی وايي تورن نيول شوی او پوليس ترې پوښتنې ګروېږنې کوي" دا کورنۍ موضوع ده. شاوخوا شپږ بجې د محمد په نوم يو کس چې د تیش کان ولسوالۍ د جنازه درې د کلي دی خپله ښځه او اوښي چې دواړه همدلته وو په چره ييز ټوپک ويشتلي او دواړه يې شهيدان کړي. د سيمې خلکو دی نيولی. موږ د شپې سيمې ته پوليس استولي وو او دغه کس يې قومندانۍ ته راوستی چې اوس د پوليسو تر پلټنو لاندې دی. دا چې په کورنۍ کې دننه د دغې پېښې اصلي انګېزه څه ده پوليس يې د جزيياتو په اړه په څارنه او ارزونه بوخت دي."

دا يوازې بدخشان نه دی چې د زور زیاتي دا ډول پېښې په کې کېږي، بلکې نژدې د افغانستان په لر او بر کې هره ورځ له ښځو سره د زور زیاتي پېښې کېږي.

د بشري حقونو نړېوال سازمانونه او په افغانستان کې د بشري حقونو فعالينو پر حکومت غږ کړی، چې له ښځو سره د زورزياتي د مخينوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

که څه هم حکومت د ښځو پر وړاندې زورزیاتی منع اعلان کړی، خو په دې کې پاتې راغلی چې په بشپړ ډول له ښځو سره د زور زیاتي د ښځو پېښې ودروي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .