افغانستان 'د رسنیو د اخلاق سند' جوړوي

د خپريدو وخت: 10:59 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

نی دغه راز وايي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه د اندیښنو ډیریدل، په رسنیو کې د میرمنو د حضور د کمیدو سبب شوي.

د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړې ادارې نی ننۍ مطبوعاتي غونډه، د رسنیو د اخلاقو د سند پر جوړېدو، په رسنیو کې د ښځو د حضور پر کمېدو او رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو په برخه کې د دولت له خوا د احتمالي سانسور پر لګېدو راغونډه وه.

د نی اجرییوي مشر مجیب خلوتګر خبریالانو ته وویل، په تېرو لسو کلونو کې افغانستان د رسنیو د اخلاقو کوم سند نه درلوده او د رسنیو په کار کې یو شمېر نیمګړتیاوې هم د همدې سند د نه شتون له امله منځ ته راغلي:

''پر یوې څلور کلنې ماشومې جنسي تېری شوی و، او تقریباً ټولو چاپي او تصویرو رسنیو د هغه ماشوم انځور خپور کړ، زموږ دودیزې ټولنې ته په کتو سره تاسې څه فکر کوﺉ، چې د دې ماشوم راتلونکې به څه ډول وي؟ څوک به دې ته حاضر شي چې ۱۸ یا ۱۶ کاله وروسته هغې ماشومې سره واده وکړي؟ دا هغه موارد دي چې باید په پام کې ونیول شي، تر اوسه داسې اخلاقي کودونه نه شته چې رسنۍ یې باید په پام کې ونیسي.''

ښاغلي خلوتګر په وینا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د استازو په ګډون یوه ۳۰ کسیزه کمېټه جوړه کړې او د رسنیو د اخلاقو پر سند کار کوي.

هغه له رسنیو هم غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې خپل وړاندیوزونه او هغه اخلاقي کودونه چې دوی یې کاروي د نی دفتر ته واستوي.

د رسنیو اخلاق هغه یو شمېر اصول دي چې رسنۍ یې د هر هېواد د دودونو او کلتور په نظر کې نیولو سره د کار پر مهال په خپله خوښه پلی کوي.

د رسنیو اخلاق؟

د رسنیو اخلاق هغه یو شمېر اصول دي چې رسنۍ یې د هر هېواد د دودونو او کلتور په نظر کې نیولو سره د کار پر مهال په خپله خوښه پلی کوي.

دغه راز ښاغلی خلوتګر وايي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه د اندېښنو ډېرېدل د دې سبب شوي چې لږ تر لږه لس سلنه مېرمنې په رسنیو کې خپلې دندې پرېږدي.

هغه له حکومته غواړي چې خلکو او په ځانګړې توګه مېرمنو ته دا ډاډ ورکړي چې وروسته له ۲۰۱۴ کاله به افغانستان یو ځل بیا د ورانیو په لور ته نه ځي.

د نی اجراییوي مشر رسنیو ته د معلوماتو د ورکولو په پرخه کې د حکومت پر احتمالي سانسور اندېښنه وښوده.

هغه ادعا وکړه چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې حکومت ټولو ویاندویانو ته ویلي ترهګریزو پېښو کې به د لاس لرلو په تور د ګاوڼډیو هېوادونو نوم نه اخلي او د هغه په وینا باید ووايي چې دا د هېواد د دښمنانو کار دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .