خوست کې بمي چاودنې ۲۵ ملکي کسان ټپیان کړل

د خپريدو وخت: 11:46 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د دوشنبې د ورځې بمي چاودنه د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې دریمه چاودنه ده، چې په دغه ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د خوست ولایت امنیه قوماندان تایید کړه، چې د خوست ښار په هغه برخه کې، چې په کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه، د بمي چاودنې له کبله ۲۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د خوست امنیه قومندان عبدالقیوم باقي زوی وايي چاودنه د هغو باروتو د چاودنې له امله رامنځ ته شوه، چې په یوه بایسکل کې نصب شوي و.

عیني شاهدان وايي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د پولیسو ګاډی له دې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و، خو ځايي امنیتي چارواکي وايي، پولیسو ته په دې چاودنه کې زیان نه دی اوښتی.

د عیني شاهدانو په وینا د چاودنې له امله د شاوخوا دکانونو هندارې ماتې شوې دي.

د خوست ولایت امنیه قومندان وايي دغه چاودنه د سولې او ثبات د دښمنانو کار دی. معمولاً حکومتي چارواکي وسله وال طالبان د سولې او ثبات دښمنان بولي.

"دولتي مقامات وايي د دوشنبې د ورځې بمي چاودنه د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې دریمه چاودنه ده، چې په دغه ښار کې رامنځ ته شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې په دې چاودنو کې نژدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."

خو بل لور ته د وسله والو طالبانو یوه ویاند رسنيو ته په لېږل شوي تیلفوني پيغام کې د دغه بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې دا بريد د دوی ملګرو نه دی کړی.

خوست د افغانستان له نا ارامه ولایتونو څخه یو دی، چې کله نا کله په کې وسله وال ‌طالبان پر حکومتي ځواکونو بریدونه کوي.

په دا وروستیو کې په نسبي ډول د خوست ښار وضعیت له امنیتي پلوه ښه و.

دولتي مقامات وايي د دوشنبې د ورځې بمي چاودنه د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې دریمه چاودنه ده، چې په دغه ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې په دې چاودنو کې نژدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .