د تالقانو سیند د غاړو پخولو کار به پیل شي

د خپريدو وخت: 10:57 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

د سیمې خلک وايي د تالقانو د سیند له راختو او په دې سیند کې د سیلابونو د راتګ له امله هر کال لسګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکه له منځه ځي.

په پام کې ده، چې د تالقانو سیند د غاړو پخولو کار به پیل شي. دا هغه کار دی، چې د تالقانو ښار اوسېدونکو یې له نژدې ۱۱ کلونو راهیسې انتظار کاوه.

د دې سیمې خلک وايي د تالقانو د سیند له راختو او په دې سیند کې د سیلابونو د راتګ له امله هر کال لسګونه کورونه او زرګونه جریبه ځمکه له منځه ځي.

ځايي اوسېدونکي وايي دې ستونزې ته پام نه کول او د سیند د غاړو نه پخول به د سیمې د خلکو له راتلونکي سره د لوبې کولو په مانا وي.

په تخار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د دې پروژې لګښت پنځه اعشاریه پنځه میلیونه ډالره دی، چې د جرمني د حکومت له لوري ورکول کیږي.

دوی وايي د هوا له ښه کېدو سره سم به د دې پروژې په عملي کار پیل وکړي.

د تالقانو د سیند په دواړو غاړو اباد خلک وايي د ژمي له رارسېدو او په سیند کې د سیلابي څپو له راختلو سره سم یې بیا بیا په دې اړه مقاماتو ته شکایتونه کړي دي، چې په سیند کې د سیلابي څپو له ډاره په شپه کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي.

دوی وايي له چارواکو غواړي، چې د سیند د غاړو پخولو ته باید جدي توجه وکړي او د سیلابونو له راختلو مخکې د سیمې خلک له خطر سره له مخامخ کېدو وژغوري.

کلونه کېږي، چې د تخار ولایت د مرکز تالقان د سیند دواړو غاړو ته اباد خلک له ډار او وهمه ډکې شپې ورځې تېروي. داسې هم کیږي، چې په سیند کې د سیلابي څپو د راتګ پر مهال د دغه ځای خلک له کورونو بهر وتلو ته اړ کېږي.

د تالقان ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، پخوا د دې سیند سور له پنځو تر ۱۰ مترو پورې و، خو دې لور ته د چارواکو له خوا د پام نه کولو له امله اوس د دې سیند سور تر یوه کیلو متر هم اوښتی دی.

"د دې پروژې له پلي کېدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه چمتو شي"

فیض محمد توحیدي

ځايي خلک وايي که څه هم د سیند د غاړو پخولو په لړ کې غیر دولتي موسسو څه نا څه کار کړی، خو د دوی په خبره له تکراري ژمنو سره سره حکومتي چارواکو په دې لړ کې د پام وړ کار نه دی کړی.

د دې سیمې یو تن اوسېدونکی سید کبیر وايي، چې په سیند کې د اوبو د ډېرېدو پر مهال د سیند دواړو غاړو ته سلګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه ځي.

بل لور ته ځايي چارواکي وايي د تالقانو سیند د غاړو پخولو لپاره یې قرارداد لاسلیک کړی دی. دوی وايي، هیله من دي، چې تر راتلونکي یوه کال پورې به دغه پروژه عملي شي.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي وايي د دې پروژې له پلي کېدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه چمتو شي.

د تالقانو سیند له لوړو غرونو سرچینه اخلي او په کندوز او تخار کې ځینې کرنیزې ځمکې خړوبوي. خو دغه سیند هر کال د اوبو د زیاتوالي او سیلابي کېدو پر مهال د خلکو کورونو، کرنیزو ځمکو او د تګ راتګ لارو ته زیان اړوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .