پېلوځی: روسیه په کابل کې کلتوري مرکز رغوي

د خپريدو وخت: 17:08 گرینویچ - دوشنبه 26 نومبر 2012 - 06 لیندۍ 1391

ميډيا پلير

د دې اوونۍ پېلوځي کې په کابل کې د روسيې کلتوري مرکز بیا پرانیستې په اړه اورو، پر هغه ناول هم خبرې کوو چې شوروي اتحاد یې ولړزاوه، د يوه شاعر یاد کوو چې له دې نړۍ یې سترګې پټې کړې، او په قطر کې د افغانانو د يوه ښوونځی له پرانستې هم اورو.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

په کابل کې د روسيې د کلتوري مرکز بيا رغاوی

د روسيې کلتوري مرکز د افغان شوروي د دوستي سمبول بلل کېده.

روسیې په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد کلتوري مرکز ودانۍ د بیا رغونې چارې پیل کړې دي.

دا مرکز د کابل د دهمزنګ په سیمه کې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې جوړ شوی و بیا د شوروي لښکرو له وتلو او په ا فغانستان کې د خپل منځيو جګړو پرمهال په کنډوالو واوښت.

تر دې وروستیو پورې د نشه یی توکو کاروونکي په کې اوسېدل.

مرکز چې د افغان شوروي د دوستي سمبول بلل کېده، فلمونه په کې ښوول کېدل، کلتوري غونډې په کې جوړېدې او د روسي ژبې کوروسونه په کې روان وو.

اوس روسیه چې ځان ته د شوروي اتحاد ځای ناستې وایي، هوډ لري مرکز بیا ورغوي، طبعا د نورو کلتوري فعالیتونو ترڅنګ به روسي ژبه هم په کې زده کېږي.

لیکوال او شاعر، ډاکټر لطیف بهاند پېلوځي سره د مرکز پر پرانیستو غږېږي.

د شوروي نظام لړزوونکی ناول

الکساندر سولژېنیڅن په خپلې دغې ليکنې د شوروي اتحاد څېره بدله کړه

"د ایوان دانیسېویچ د ژوند یوه ورځ" د روسي لیکوال الکساندر سولژېنیڅن د هغه ناول نوم دی چې په همدې میاشت کې ۵۰ کاله وړاندې چاپ شو او د شوروي اتحاد څېره یې بدله کړه.

ناول چې د ستالین د واکمنۍ پرمهال د هغو بندیانو ژوند انځوروي چې شاقه کارونو ته لېږل شوي وو.

د هغوی زیاته برخه د سایبیریا په څېرځنګلونو کې مړه شول.

پر دې ناول د شوروي اتحاد پرمهال بندیز و خو بیا هم په پټه چاپېده او زیاتو خلکو لوست.

"د ایوان دنیسېویچ د کمپ یوه ورځ" په اصل کې د میلیونونو وګړو ژوند انځوروي چې د ستالین تر ظلمونو او ځورونو لاندې وو.

د روسيې د سانت پيترز بورګ د دولتي پوهنتون ښوونکې ایکاتییرینه پیترونا د ناول په ارزښت راسره غږېږي.

قطر کې د افغانانو ښوونځی

په قطر کې افغانانو په خپلو هلو ځلو او د ځینو سوداګرو په ملاتړ او همکارۍ یو ښونځی جوړ کړی دی.

دوی د لوست کتابونه له افغانستانه ورغوښتي او ځایي افغانان چې لوړې زده کړې لري افغانانو او د ځینو نورو هېوادونو ماشومانو ته ښوونه کوي.

خو هلته اوسېدونکي افغانان لا هم د ښوونکو له کمښت سره مخ دی او د افغانستان د پوهنې له وزارته غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

د شاعر وير

ډاګټر اعظم

ډاګټر اعظم د ادبي او علمي خدمتونو په بدل کې یو شمېر جایزې هم تر لاسه کړې وې.

تېره اوونۍ د پښتو ژبې وتلي شاعر، لیکوال، نقاد او ډرامه لیکونکي ډاکټر محمد اعظم اعظم په پېښور کې د ۷۲ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ښاغلی اعظم په ۱۹۴۰ کال کې په چارسده کې زېږېدلی و.

هغه لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه او لوړې زده کړې یې په اسلامیه کالج او پېښور پوهنتون کې کړې وې.

نوموړي په ۱۹۶۸ کال له پښتو څانګې نه دکتورا واخېسته او له هغه وروسته یې د اکادمۍ ادبیاتو د ریاست په شمول په مختلفو څوکیو کار کړی و.

نوموړي د ادبي او علمي خدمتونو په بدل کې یو شمېر جایزې هم تر لاسه کړې وې.

ډاکټر اعظم چې د پښتو ادب په هر ډګر کې يې یو لوړ ځای درلود، د ځانګړي سبک څښتن و، له همدې امله یې ډېر شهرت درلود.

ډاکټر اعظم اعظم د پېښور پوهنتون پښتو څانګې د رييس په توګه هم کار کړی و.

نوموړې ته د پښتو ژبې د ستر خدمت په لړ کې د امتیاز مډال هم ورکړې شوې و.

د پښتوغزل بول سندر غاړي استاد خیال محمد په خپل خواږه غږ د ډاکټر اعظم ډېر شعرونه د لر او بر پښتونو زړونو ته رسولي دي.

د پېښور پښتو اکاډمۍ مشره سلما شاهین د ښاغلي اعظم په کار او ژوند رڼا اچوي او استاد خیال محمد د خاطرې ترڅنګ د نوموړي یو غزل زمزمه کوي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .