د قرغې مېله ځای ۱۰۰ جرېبه ځمکه غصب شوې

د خپريدو وخت: 05:57 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

چارواکي وايي چې د لاندې شويو ځمکو لپاره اسناد هم جوړ کړل شوي او ځينو ځمکو ته له محکمو قبالې هم اخیستل شوې دي.

په دغه هېواد کې د حکومتي او نا حکومتي ځمکو د لاندې کېدو د يادولو پر مهال دا خبره هم کېده چې گواکې د کابل په لوېديځ کې د قرغې په نامۀ د يوۀ مشهور مېله ځاى ځمکه هم د يو شمېر سيمه یيزو زورواکانو له خوا لاندې شوه ده، چې ښايي ولسمشر د همدغو انگيرنو پر بنسټ يوه پلاوى وگمارۀ چې د قرغې د ځمکې د لاندې کولو خبره وارزوي او ده ته راپور ورکړي، چې همداسې وشول.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ د پلټنو د برخې مرستيال او د ياد شوي پلاوي مشر نور حبيب جلال د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د اټکل له مخه دريو تنو ځمک نيونکو څه باندې سل جرېبه ځمکه لاندې کړې ده.

د ښاغلي جلال په وينا دغه درې واړه ځمک نيوونکي وسمهال له افغانستانه بهر دي.

ښاغلي جلال وويل چې د قرغې سيمې په خشکک دره کې هم په شاوخوا يو نوي جرېبه ځمکه کې يوه مېنه جوړه شوې، چې ځمکه يې د بل چا شخصي ده.

خو اړوند چارواکي وايي نوې پلټنې به په ډاگه کړي چې له نيول شوې ځمکې نه پر کومه کچه حکومتي ده او پر کومه کچه د ولسې خلکو.

چارواکي وايي چې د لاندې شويو ځمکو لپاره اسناد هم جوړ کړل شوي او ځينو ځمکو ته له محکمو قبالې هم اخیستل شوې دي.

"د ځمکو لاندې کول د گڼ شمېر خلکو او حکومت لپاره يوه لويه ستونزه ده، خو که له يوه پلوه د لاندې شويو ځمکو د گرځولو خبرې کېږي، بله غاړه يو شمېر راپورنه وايي چې وسمهال نوې ځمکې هم نيول کېږي."

لويه څارنوالي وايي چې ښايي د تورنو کسانو تر نيولو وروسته دا ټول اسناد او قبالې هم و ارزول شي.

د افغانستان چارو ادارو هم په دې څو ورځې مخکې بي بي سي ته ويلي وو چې د ولسمشر حامد کرزي د پنځه څلوېښتم فرمان له ورکولو وروسته يې يوازې په شپږو ولايتونو کې درې سوه او لس زره، جريبه غصب شوې ځمکه په نښه کړې ده، چې په وينا يې څه باندې درې زره او پنځه سوه تورنو کسانو لاندې کړې ده.

د چارو ادارې او وزيرانو شورا د دارالانشاء مرستيال نجيب الله امين بي بي سي ته ويلي وو چې په ځمک نيوونکو کې يو شمېر، قامي مشران، پخواني امنيتي چارواکي او ان ولسوالان هم راځي.

د ځمکو لاندې کول د گڼ شمېر خلکو او حکومت لپاره يوه لويه ستونزه ده، خو که له يوه پلوه د لاندې شويو ځمکو د گرځولو خبرې کېږي، بله غاړه يو شمېر راپورنه وايي چې وسمهال نوې ځمکې هم نيول کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .