جرمني افغان پرمختیايي پروژو ته ۹۷ میلیون یورو ورکوي

د خپريدو وخت: 06:11 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391
یورو

له دې ټولگې نه به ٢٠ ميلونه يورو د پوهنې په برخه کې ولگول شي، چې د اړوند وزارت په وينا به د دوو ميلونو ماشومانو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

ددغو ٩٧ ميلیونو يورو له ټولگې نه ٢٠ ميلیونه يورو د افغانستان پوهنې وزارت ته ورکول کېږي، چې د چارواکو په وينا ددغه جوړښت وړتياوې لوړې کړې.

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ وويل چې دا مرسته به د نورو شاوخوا دوو ميلیونو ماشومانو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي، او سربېره پر دې به په دې ترڅ کې درې سوه نوي ښوونځي هم پرانیستل شي.

خو د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل چې د مرستو د ټولگې غوښنه برخه يوشمېر پر مختيايي پروژو ته ځانگړې شوې ده، چې څلوېښت ميلیونه يورو کېږي.

ښاغلي زاخېلوال وويل چې د ٩٧ ميلیونو يورو مرستې څخه ٣٧ ميلیونه به يې په کابل، بلخ، فيض اباد ښارونو او د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د څښاک د اوبو په برابرولو ولگول شي.

په کابل کې د جرمني سفير راډيگر کونيک د يادو شويو تړونونو د لاسليکولو پر مهال يو ځل بيا افغان حکومت ته ډاډ ورکړ او ويې ويل چې هېواد به يې تر ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

جرمني تر امريکې او جاپان وروسته د افغانستان لوى مرستندوى هېواد دى، او د توکيو غونډې پر بنسټ يې ژمنه کړې ده چې تر ٢٠١٦ ميلادي کاله به هر کال له افغانستان سره تر څلورو سوو ميلیونو يورو ډېره مرسته کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .