'سپینه ادې' پښتو هېره کړو پښتنو ته ژبه ورښيي

د خپريدو وخت: 11:34 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

په دی کې د تازه پښتو قاموسونو ، ګرامري کتابونو او سمستري موادو څخه په ګټه اخستنې سره، هڅه کیږي چې د پښتو ژبې د تدریس لپاره یو ساده او په زړه پورې مېتود وړاندې شي.

په هرات کې د سپینې ادې کلتوري – ادبي ټولنې د هغو پښتنو لپاره چې په سیمه کې یې خپله ژبه هېره کړې، د ښوونیزو پروګرامونو یوه لړۍ چمتو کړې ده.

د سپينې ادبی کلتوري ادبې ټولنې مشر ډاکټر حمید نیازی وایي په تېرو لسیزو کې د بهرنیو او کورنیو لاملونو له کبله یوشمېر پښتنو په سیمه کې خپله ژبه هېره کړې، خو دوی د خپل هویت د ژوندي کولو لپاره ډېره انګیزه لري.

زموږ همکار محمد قاضي زاده له ښاغلي نیازي سره د مرکې په پيل کې، د دغه نوي بهیر د جزییاتو په هکله پوښتلي:

ځواب: موږ د خلکو د غوښتنې په ځواب کې دې ته و هڅېدو چې دوی ته د زده کړو لپاره یو داسې ماحول جوړ کړو چې دوی خپله مورنۍ ژبه چې مخکې یې له لاسه ورکړې او په فارسي تکلم کوي، خو له نسل او نسب څخه ټول پښتانه دي، بیا زده کړي.

په قومي حساب وینو چې یا نورزی دی یا یوسفزی دی یا علیزی دی او داسې نور خو له بده مرغه د شرایطو او د ماحول تکلیفونه یې چې لیدلي او یا د ګاونډیو هېوادونو کوم تاثیر چې موجود وو او په وطن کې دربدري او تنظیمي جنګونه د دې سبب شوي وو چې دوی خپله ژبه له لاسه ورکړي او خپل کلتور تر شا وغورځوي.

خو د ټولنې هڅې د مشرانو په مشوره پیل شوې چې د دوی لپاره کار وکړو. دوی هم دا تقاضا درلوده چې بېرته باید په مورنۍ ژبه یعنې پښتو ژبه خبرې وکړي او خپل افغاني هویت بېرته ترلاسه کړي او خپلو زدکړو ته وده ورکړي.

"ترڅو چې موږ په دې قانع نشو چې دا مواد به ډیر با سهولته مواد وي تر هغوبه آرام نه کښېنو. که چېرې دا مواد موږ چاپ ته هم ورسو هڅه به کوو چې د دولت په چوکات کې چاپ شي."

موږ پر دې وتوانېدو چې دوی را جذب کړو او د دوی لپاره مو په سمسټري شکل مواد برابر کړل او اوس هم په همدې کار بوخت یو.

پوښتنه : تر اوسه مو څه چمتو کړي. ما اورېدلي چې د قاموسونو ترڅنګ، ګرامري کتابونع او نور مواد هم چمتو شوي. همداسې ده؟

ځواب: هو! مخکې هم موږ په دې هڅه کې وو . مو قاموس هم جوړ کړی(د ښاغلي تیمور شاه یوسفزي تالیف) پښتو په دري او دري په پښتو ژبه. یوسفزي صاحب نور کتابونه هم لیکلي چې ګرامر او لغت نامې هم په کې شاملې دي. دا لغت نامې هم د فارسي څخه پښتو او بالعکس د ښونځي په سویه جوړې شوې دي .

په دې ورستیو کې د دې لپاره چې د تدریس په برخه کی کار وکړو، د دوی لپاره مو سمستري مواد په پام کی ونیول چې په دې کې هڅه کوو چې یو زده کوونکی په ډیر سهولت سره وکولی شي چې د پښتو ژبې څخه بهره مند شي.

پوښتنه: دا ډول هڅې په ځانګړې توګه د تازه کتابونو او موادو چمتو کول معمولاً په ټوله نړۍ کې ډله ییز فعالیت او کار ته اړتیا لري. تاسو دومره همکاران او کارپوهان لري چې دا کار وکړي او که نه یو یا دوه همکاران مو په دې کار بوخت دي؟

ځواب : موږ د ننه په هرات کې هم ډېر ښه ادیبان، لیکوالان، تصحیح کونکی او پوهان لرو. په هره زمینه کې تکړه استادان لرو. چې یا په پوهنتون کې استادان دي او یاهم تقاعد شوي کسان راسره ملګري دي. یا ښه ژورنالیستان لرو چې په پښتو ادب کې وسیع لاس لري. دوی هم زموږ سره بشپړه همکاره دي.

دغه مواد یا کتابونه هم چې تهیه کېږي ټول د ګډو هڅو په نتیجه کې برابرېږي ځکه د سپينې ادې ټولنه داسې ټولنه ده چې ټول په خپل خوښه ځان په کې شاملوي .

د دوی د همکارۍ په نتیجه کې کولی شو چې دغه مواد برابر کړو. بعضې ستونزې هم چی کله ورسره مخامخ کیږو بیا الحمد لله موږ د افغانستان په نورو سیمو او ولایتونو کې لکه کابل کندهار جلال آباد او غزني کې تکړه استادان لرو او له دوی څخه مرسته اخلو.

ترڅو چې موږ په دې قانع نشو چې دا مواد به ډیر با سهولته مواد وي تر هغوبه آرام نه کښېنو. که چېرې دا مواد موږ چاپ ته هم ورسو هڅه به کوو چې د دولت په چوکات کې چاپ شي.

پوښتنه : ګرامري کتابونه چې تاسو یې یادونه وکړه چاپ شوي نه دي؟

ځواب : نه ! دا چاپ شوي. قاموس چاپ شوي او ګرامري کتابونه چاپ شوي خو د سمستري پروګرام مواد چې موږ تیار کړي تراوسه چاپ شوي نه دي.

" له کومې ورځې څخه چې ټولنه جوړه شوې تر ننه تقریباً پنځه شپږ کاله کېږي چې خپل کار یې پیل کړی. تر ننه هرڅه مصارف چې شوي ټول د سپینې ادې ټولنې غړي او مینه وال دي چې خپلې پیسې یې مصرف کړې."

داکټر حمید نیازی

ځکه هرڅه چې موږ کوو بیا ګورو چې له یوه استاد لخوا نیک نظر را رسیږي او بیا هغه نظر هم پکې شاملوو . اوس مو هم اعلانونه په ټولو ویبپاڼو او ټولو ځایونو کې کړي چې که څوک په دې توانیږي چې څوک موږ ته ښه لارښونه وکړي نو د هغو لارښونو ته به درناوی کوو او قدرداني به کوو.

له دوی څخه هیله مند یو که زموږ غږ اوري او یا په لیکنه کې یې ویني له دوی څخه خواست کوم چې په عاجله توګه خپل هغه مواد چې دوی یې لري او یا خپلې مفکورې راسره شریکی کړي. ترڅو چې موږ وکولی شو چې ښه سمستري مضامین ترتیب کړو.

پوښتنه : ددغو پروګرامونو عملي کول چې تاسو یې یادونه وکړه، لګښت غواړي. دا لګښت څوک ورکوي؟

ځواب : له کومې ورځې څخه چې ټولنه جوړه شوې تر ننه تقریباً پنځه شپږ کاله کېږي چې خپل کار یې پیل کړی. تر ننه هرڅه مصارف چې شوي ټول د سپینې ادې ټولنې غړي او مینه وال دي چې خپلې پیسې یې مصرف کړې. او اوس هم د دې سمستري موادو د برابرولو په برخه کې مالي ستونزې لرو خو بیا هم موږ حاضر یو او زموږ سره داسې استادان شته چې هغه د میاشتې ۴ یا ۵ یا ۷ زره افغانۍ معاش اخلي او د دوی د یوې اوونۍ لپاره هم کفایت نه کوي خو دوی بیا هم له خپل معاش څخه په دې ټولنه کې مصرفوي. دا ډېر د فخر وړ خبره د ه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .