کرزي: نړیوال دې د نغدي مرستې پرځای پانګونه وکړي

د خپريدو وخت: 07:59 گرینویچ - سه شنبه 27 نومبر 2012 - 07 لیندۍ 1391

حامد کرزی د هېواد د تولیداتو په اړه وویل، چې هېواد یې اوس د اړتیا وړ هرڅه تولیدولی شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملي صنایعو د غونډې پرمهال د هېواد تولیدات وستایل.

په دې غونډه کې، چې د هېواد له ملي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده، د ولسمشر او د جګپوړو افغان چارواکو او وزیرانو په شمول، افغان او بهرنیو پانګه والو هم ګډون کډون کړی و.

که څه هم د غونډې موضوع د افغاني تولیداتو نندارتون او تر ۲۰۱۴ وروسته د افغاني تولیداتو څرنګوالی ښودل شوی، خو حامد کرزي د نندارتون سرلیک ته په پلمې سره وویل، هېوادوال دې ۲۰۱۴ کال له خپلو ذهنونو وباسي.

نوموړي وویل چې "۲۰۱۴ کال دې د افغانستان خلک له خپلو ذهنونو وباسي، تر دې کال وروسته به هېڅ نه رامنځ ته کېږي، هېواد به پرمختګ کوي، لکه څرنګه یې چې نن شاهدان یاست. "

فشار

ولسمشر پر لوېديځوالو هم له دې اړخه نیوکه وکړه، چې ګني تر ۲۰۱۴ او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته بې بنسټه تبلیغات کوي.

هغه زیاته کړه چې "له امریکا سره په راتلونکي امنیتي تړون کې دوی خپلې ګټې لټوي، موږ خپلې، دوی قوي رسنۍ او شنونکې ادارې لري، چې په مټ یې غواړي پر موږ فشار راوړي او ددوی غوښتنې ومنو، خو موږ خپلې ګټې لرو او تر خپلو غوښتنو نه تېرېږو. "

حامد کرزی د هېواد د تولیداتو په اړه وویل، چې هېواد یې اوس د اړتیا وړ هرڅه تولیدولی شي.

خو نوموړي له بهرنیو پانګه والو وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه وکړي:

"له هندوستان موږ وغوښتل، چې پانګونه وکړي، له ایران مو د پانګونې غوښتنه وکړه، او چین خو لا له وړاندې پانګونه پیل کړې ده. "

بل خوا د ایسا یا د پانګونې د ملاتړ ادارې رییس وفي الله افتخار غونډې ته وویل، چې سږ کال په افغانستان کې پانګونه ۲۰ سلنه ډېره شوې ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .