کابل مېشتي اوس رسمي نکاح ليک غواړي

د خپريدو وخت: 14:21 گرینویچ - چارشنبه 28 نومبر 2012 - 08 لیندۍ 1391

د نکاح لیکونو نشتون د ډېرو خلکو او په ځانګړي ډول مېرمنو لپاره یوه ستره ننګونه ده.

په افغانستان کې ډېری واده شوي خلک رسمي نکاح لیکونه نه لري. د نکاح لیکونو نشتون د ډېرو خلکو او په ځانګړي ډول مېرمنو لپاره یوه ستره ننګونه ده.

دا ستونزه هغه وخت را برسېره کېږي چې د مېړه او مېرمن تر منځ د طلاق موضوع را مخ ته شي. په داسې حال کې لومړۍ په محکمه کې باید دا زباد شي، چې د دوی دواړو تر منځ نکاح شوې وه.

په دغسې حالاتو کې ځینې وختونه تر میاشتو میاشتو کورنۍ یو له بل سره جنجالونه کوي.

په ډېری افغان کورنیو کې تر اوسه د واده پر مهال رسمي نکاح لیک جوړول دود نه دی. په افغانستان کې د ځینو ودونو پر مهال نکاح لیک په نا رسمي ډول د کورنیو تر منځ لیکل کېږي او د دغه هېواد په ډېرو برخو کې ان لیکلې بڼه هم نه لري او نکاح په شفاهي ډول تر سره کېږي.

په دغو دودیزو نکاح لیکونو کې ناوې ته ځینې وختونه د لسګونو جریبه ځمکې، باغونو، پیسو، کور او نورو شیانو ورکولو ژمنې کېږي، خو دغه شیان یا خو اصلا له سره شتون نه لري او یا هم د یوه بل چا ملکیت وي.

دغه شیان بیا همداسې د کاغذ پر مخ لیکلي پاتې شي او ناوې ته هېڅ نه ورکول کېږي.

" په تېر یوه کال کې کابو ۷۰۰ ودونه د کابل په محکمو کې ثبت شوي دي"

په افغانستان کې د واده یا نکاح لیک ثبتول د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په وخت کې پیل شول خو اوس هم ډېرې لږې کورنۍ د ودونو پر مهال د ثبت اړوندو ادارو ته مراجعه کوي.

د ټول هېواد په کچه ډېر کم واده شوي خلک ثبت شوي نکاح لیکونه لري. هغه نارسمي نکاح لیکونه چې د واده پر مهال د ناوې په نامه کېږي، هغه هم د ناوې له پلار یا سرپرست سره پاتې کېږي او په خپله هغې ته نه ورکول کېږي.

چارواکي وايي، چې په تېر یوه کال کې کابو ۷۰۰ ودونه د کابل په محکمو کې ثبت شوي دي

په افغانستان کې له واده وروسته تر ډېره پرېکړې د سړي په لاس کې وي، او ښځې ته د ژوند په ډېرو برخو کې د پرېکړو حق نه ورکول کېږي. که له واده وروسته د ښځې او خاوند تر منځ طلاق هم را منځ ته کېږي، پرېکړه یې سړي کوي.

فوزیه ګردون یوه ځوانه ښوونکې ده، چې شپږ کال پخوا واده شوې او یوه لور لري. د دې خاوند په دې وروستیو کې له یوې بلې ښځې سره واده وکړ.

د نوموړې په خبره پر مېړه یې د دویم واده پر مهال شرط ايښودل شوی و، چې فوزیه باید طلاقه کړي. دا وايي، درې میاشتې کېږي، چې خاوند یې طلاق ورکړی او له کوره یې ایستې ده.

زهرا د فوزیې مدافع وکیله ده او په محکمه کې د دې د حق غوښتنه کوي. خو فوزیه نه نکاح لیک لري او نه یې هم واده په کوم ځای کې ثبت شوی دی.

"په ډېرو هېوادونو کې د ودونو نه ثبتول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځي. "

په دغسې قضیو کې ډېری وختونه شاهدان او ان د دغسې مېرمنو کورنۍ هم نه غواړي چې د محکمو په جنجالونو کې ځان ښکېل کړي او د خپلې لور حق وغواړي. په داسې حالاتو کې بیا د واده د ثابتولو هېڅ لار نه موندل کېږي.

ډېر حقوق پوهان، د بشري حقونو په څېر بنسټونه او د کورنیو محکمې خلکو ته لارښوونه کوي، چې ان خپل هغه نارسمي عرفي نکاح لیکونه په محکمو کې ثبت کړي چې د دغه سند له لارې یې ودونه قانوني بڼه غوره کړي.

د افغانستان د قوانینو له مخې نجونې ۱۶ کلنۍ او هلکان ۱۸ کلنۍ ته په رسېدو د شاهدانو او قاضي او یا یوه داسې کس په شتون کې چې د نکاح تړون د پلي کولو وړتیا ولري، د واده کولو حق لري.

په افغانستان کې ځینې وختونه ودونه په زور تر سره کېږي. ډېر ودونه داسې هم کېږي، چې هلک او نجلۍ او یا په دوی کې یو د واده قانوني عمر ته نه وي رسېدلی.

پر دې سربېره د دغه هېواد په ډېرو کلیوالي سیمو کې مېرمنې د تابعیت تذکرې نه لري. د پېژندپاڼو د نه درلودو له امله دوی نه شي کولای، چې خپل واده او یا هم خپل رسمي نکاح لیک په اړوندو ادارو کې ثبت کړي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې په ډېرو هېوادونو کې د ودونو نه ثبتول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل ګرځي.

دغه کار په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې ډېر تر سترګو کېږي، چې د افغانستان په څېر کورنۍ په کې د ټولنې د دودونو له امله نه غواړي د خپلو لوڼو د دفاع لپاره د محکمو او حقوقي بنسټونو ورونه وټکوي.

خلک په دې اړه پوهاوی نه لري، چې دغه نکاح چې دوی غواړي په شرعي وثیقه کې یې درج کړي. د دواړو خواوو او په ځانګړي ډول د مېرمنو څومره په ګټه ده.

دا ځکه چې د دواړو خواوو او په تېره د مېرمنو حقونه د همدغه نکاح لیک پر مټ خوندي کېږي. د دوی مهر هم همدلته لیکل کېږي او ثبتېږي.

نو که په راتلونکې کې د دوی تر منځ بیلتون راځي او یا ښځه د مېړه له لوري طلاقېږي، تر کومه چې خاوند خپلې دغې مېرمنې ته خپل مهر و نه سپاري محکمه یې د حقونو د خوندي کولو په موخه طلاق نه اجرا کوي.

اتیا سلنه مېرمنې چې د بېلا بېلو لاملونو له کبله محکمو ته مخه کوي، کولای شو و وایو چې په دوی کې د کابو ۶۰ سلنه مېرمنو د بیلتون او مهر ستونزه د دې له کبله رامنځ ته کېږي، چې دوی د واده شرعي نکاح لیکونه نه لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .