ژمي ته زرګونه ټنه خوراکي توکي زېرمه شوي

د خپريدو وخت: 19:05 گرینویچ - شنبه‬ 01 ډسمبر 2012 - 11 لیندۍ 1391

د واورې له پرېوتو سره سم د افغانستان د ډېری لرې پرتو او سړو سيمو لارې ستونزمنې کېږي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي راتلونکي ژمي ته د چمتووالي په لړ کې افغان حکومت او نړېوالو سازمانونو وار له مخه ۳۶زره ټنه خوراکي توکي د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې ځای پر ځای کړي دي.

دغه خوراکي توکي به د زياتو واورو د کېدو، د برف کوچونو د راتلو او د لارو د بندېدو پر مهال د ځپل شويو سيمو پر خلکو ووېشل شي.

چارواکي وايي د ژمي پر مهال د لويو او وړو لارو د پاکېدو او خلاصېدو په موخه يې هم له خصوصي شرکتونو او محلي شوراګانو سره قرادادونه لاسليک کړي دي.

د واورې له پرېوتو سره سم د افغانستان د ډېری لرې پرتو او سړو سيمو لارې ستونزمنې کېږي.

له کلي ولسوالۍ، بيا ولايت او له ولايت نه مرکز ته پر غځېدلو لارو تګ راتګ ان کله نا کله بيخي ناشونی وي.

کابو دوه میاشتې وړاندې له طبعي پېښو سره د مبارزې ادارې پر افغان حکومت او نړېوالو بسپنه ورکوونکو غږ وکړ چې خپلې مرستې د لارو له بندېدو وړاندې د افغانستان لرې پرتو سيمو ته ورسوي.

د دغې ادارې مرستیال محمد اسلم سياس وايي سږ کال د افغانستان د کرنې وزارت او د خوړو نړېوال سازمان يا (ډبليو، اف، پي) ۳۶زره ټنه خوراکي توکي وار له مخه په هغو سيمو کې ځای پر ځای کړي چې په ژمي کې يې لارې تړلي وي.

ښاغلی سياس د روغتيا وزارت په مرسته د يو شمېر لرې پرتو سيمو په کلينيکونو کې د يو اندازه درملو د زېرمه کېدو خبر هم ورکړ چې په خبره يې د لارو بندېدو پر مهال د درملو له کموالي سره مخامخ نه شي.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي د افغانستان د فوايد عامې او د کليو د پراختيا وزارتونو هم په ژمي کې د لويو لارو د پاکولو او خلاص ساتلو په موخه له يو شمېر خصوصي شرکتونو او محلي شوراګانو سره قراردادونه لاسليک کړي دي.

افغانستان چې تېر کال سخت ژمی درلود واورو، سړې هوا او برفکوچونو يې لسګونه کسان ووژل او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړل.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .