افغانستان کې د غازو بیه لوړېدونکې ده

د خپريدو وخت: 12:56 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

دا مهال په کابل کې د یو کیلو ګازو بیه تر اویا افغانیو لوړه ده.

د ښار غاز پلورونکي د خلکو اندېښنې اوشکایتونه پرځای بولي، خو وایي د بیو لوړېدل د اصلي واردوونکو په لاس کي دي.

په افغانستان کې ازاد بازار سیستم پلي کیږي چې له امله یې د بیو د کنټرول په برخه کې دولت خلاص لاس نه لري.

سره له دې چې د افغانستان پارلمان په دې وروستیو کې د احتکار او انحصار د مخنیوي قانون تصویب کړی، خو د کابل ښاریان وایي لاهم په ښار کې احتکار او انحصار شته او د سون توکو د بیو لوړ والي هم له همدې امله بولي.

که څه هم د غازو د پلورلو ددولتي مغازو شتون هغه څه دي چې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت له خوا د ګازو د بیو د کنټرول لپاره د اساسي ګامونو بلل کېږي، خو بل خوا خلک له دغو مغازو هم چندان راضي نه برېښي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحید الله غازي خیل وایي د غازو د بیې په نړیوالو بازارونو کې له بدلونونو اغېزمنېږي.

د ژمي موسم په رارسېدو غازو ته د خلکو اړتیا ډېرېږي او ورسره د سون توکو بیې تر نورو وختونو ډیرې لوړېږي.

تېر کال یوکیلو غاز ان په ۱۲۰ افغانیو پلورل کېده.

سږکال هم د خلکو باور دا دی چې که دولت د اوبلن غاز بیه سر له اوسه کنټرول نه کړي، نو خلک به له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .