روسیه کابل کې خپل کلتوري مرکز بیا رغوي

د خپريدو وخت: 12:52 گرینویچ - 02 ډسمبر 2012 - 12 لیندۍ 1391

موږ د افغانستان د نورو ملګرو هېوادونو په څېر نه یو چې دلته راشي، لاړ شي بیا راشي او بیا ووځي. اندریې اوېتستیان

روسیې له څو لسیزو وروسته په افغانستان کې د خپل یوه کلتوري بنسټ د رغولو کار پیل کړی دی.

دغه مرکز په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال ړنګ شوی و، چې د بیا رغونې چارې به یې د ۲۰۱۴ کال تر لومړیو بشپړې شي.

په دغه ځای کې به د روسي ژبې او کلتور لپاره کار کېږي. روسي چارواکي وايي، دغه کار له افغانستان سره د خپلو ښو اړیکو د غښتلتیا لپاره کوي.

دغه روسي بنسټ چې پخوا د شوروي علم او فرهنګ کور په نامه یادېده، په افغانستان کې د کورنیو جګړو پر مهال ویجاړ شوی و.

د کابل په لوېدیځه برخه کې د دغه مرکز د جوړولو تړون له یوه افغان شرکت سره شوی دی او یوه روسي ودانیز بنسټ ته یې نقشه جوړونه او د رغونې د څار چارې ورسپارل شوې دي.

په دغه کار باندې لسګونه کارګر ګومارل شوي او شپه او ورځ پرې کار روان دی.

په یاد مرکز کې به د لوبو، هنري کارونو، ژبنیو او کلتوري زده کړو او نندارتونونو لپاره بېلابېلې ودانۍ جوړېږي.

د پروژې یو افغان انجینر وايي" دغه مرکز په ټولیزه توګه په دولسو جریبو کې جوړېږي.

په دې کې به بېلابېلې ودانۍ جوړې شي، چې لوړوالی به یې له یوه پوړه نیولی تر څلورو پوړو وي. دلته به د اداري، سپورتي، زده کړیزو او تفریحي چارو لپاره بېلابېلې ودانۍ جوړې شي.

د روسیې په دغه کلتوري کور کې به روسي ژبه، موسیقي، لاسي صنایع، او نور هنرونه ښوول کېږي. د سینما، کنسرت او لامبو وهلو ډنډ لپاره به هم پکې ځانګړې ودانۍ جوړې شي.

روسي چارواکي وايي، چې دوی به د دغه کلتوري بنسټ تر څنګ په افغانستان کې یو شمېر نورې ودانیزې او اقتصادي پروژې هم پیل کړي.

په کابل کې د روسیې سفیر اندریې اوېتیسیان پر دې باور دی، چې په افغانستان کې د تېرې لسیزې په اوږدو کې د اقتصادي پرمختګ لپاره پاموړ کار نه دی شوی.

"موږ د افغانستان د نورو ملګرو هېوادونو په څېر نه یو چې دلته راشي، لاړ شي بیا راشي او بیا ووځي. خو دغه هېوادونه په دې ځای پورې اړه نه لري. یوه ورځ به دوی ټول درومي. موږ تر ټولو لومړی هڅه کوو هغه ټولې پروژې له سره ورغوو، چې پخوا زموږ په مرسته جوړې شوې وې."

اندریې اوېستیان

دی وايي، روسیه په پام کې لري، چې په افغانستان کې لومړی هغه پروژې له سره ورغوي، چې پخوا د دوی په مرسته جوړې شوې وې.

نوموړي له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې له افغانستان سره د خپلو اړیکو د لا پراخولو په موخه یې پیل د روسیې د کلتوري مرکز له رغولو وکړ.

ښاغلی اندریې اوېستیان وايي" موږ د افغانستان د نورو ملګرو هېوادونو په څېر نه یو چې دلته راشي، لاړ شي بیا راشي او بیا ووځي.

خو دغه هېوادونه په دې ځای پورې اړه نه لري. یوه ورځ به دوی ټول درومي. موږ تر ټولو لومړی هڅه کوو هغه ټولې پروژې له سره ورغوو، چې پخوا زموږ په مرسته جوړې شوې وې.

له بده مرغه په تېرو لسو یوولسو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د جګړو له کبله ډېر لږ کار شوی دی.

خو اوس خلک لږ تر لږه د اقتصادي پرمختګ په اهمیت پوه شوي او په دې اړه یې خبرې پیل کړې دي. نو اوس موږ کولای شو، چې هغه کابو ۱۵۰ پروژې له سره ورغوو.

ښاغلي اوېتیسیان همداراز زیاته کړه، چې روسیه له افغان پولیسو سره د وسلو او مهماتو مرستې کوي او که افغانستان وغواړي د افغان پوځ په روزلو او سمبالښت کې هم مرستو ته چمتو ده.

شنونکي پر دې باور دي، چې روسیه د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د ډېری بهرنیو ځواکونو وتلو ته په ځیر ګوري او غواړي له دغه مهاله وروسته د افغانستان په چارو کې خپل رول یو ځل بیا زیات کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .