اروزګان کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د خپريدو وخت: 12:35 گرینویچ - دوشنبه 03 ډسمبر 2012 - 13 لیندۍ 1391

د تېرې پنجشبې په ورځ هم د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له امله، چې په سړک کې خښ شوی و، ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي وو.

د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوې بمي چاودنې لږتر لږه دوه د ملي اردو پوځیان او درې ولسي وګړي وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.

د اروزګان دامنیه قومندانې ویاند فریدعایل وایي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا دوې نیمې بجې دمرکزترینکوټ دکلاچې په سیمه کې وشوه.

نوموړي زیاته کړه چاودنه د هغو باروتو د چادودیدو له کبله وشوه، چې په یوه موټر سایکل کې اېښودل شوي وو.

بل لور ته د اروزګان د والي ویاند عبدالله همت وایي، په دغه چاودنه کې درې ولسې وګړي چې دوې یې میرمنې دي وژل شوي او اته نور چې دوه یي افغان پوځیان دې ټپیان ښوي دي.

نوموړی وايي، چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله هغه مهال وشوه، چې له سیمې څخه دافغان پوځیانو یو ګاډی تېرېده.

"د تېرې پنجشبې په ورځ هم د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له امله، چې په سړک کې خښ شوی و، ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي وو."

نوموړی وایي، چې دا د پېښې په اړه لومړني معلومات دي. د ده په خبره، ښایي مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وي.

د تېرې پنجشبې په ورځ هم د دغه ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې له امله، چې په سړک کې خښ شوی و، ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي وو.

د هغې پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شامل وو.

د اروزګان ولایت د والي ویاند هاغه مهال بي بي سي ته وویل، چې پېښه هاغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ملکي کسانو د سپرلۍ موټر په یوه ماین وخوت، چې په سړک کې نصب شوی و.

د نوموړي په خبره دغه کسان له سعودي عربستان څخه د راغلي یوه حاجي د هرکلي لپاره د هغه د کور پر لور روان وو، چې د سپرلۍ ټونس ډوله موټر یې په سړک کې په خښ شوي ماین وخوت. د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .