افغان، تاجک ګډو عملیاتو کې قاچاقبران نیول شوي

د خپريدو وخت: 11:50 گرینویچ - پنجشنبه 06 ډسمبر 2012 - 16 لیندۍ 1391

د نشه يي موادو پروړاندې د مبارزې مرستیال وايي، دغه عملیات یې د هغې هوکړې له مخې کړې، چې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې تاجک او افغان چارواکو لاسلیک کړې وه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د نشه يي موادو یو شمېر نیول شویو لویو قاچاق وړونکو ډلو به نشه يي مواد د تاجکستان له قاچاق وړونکو سره په ګډه د تاجکستان له پولو د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته لېږدول.

د دغه وزارت د نشه يي موادو پروړاندې د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغو ډلو به د نشه يي توکو په قاچاق سربېره انسانان تښتول او هم به یې غلاوې کولې.

ښاغلی احمدي زیاتوي، چې په یو لړ عملیاتو کې يي په سلګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد او لسګونه میله وسلې هم ترلاسه کړي دي. نوموړي وویل:

"دغه عملیات د دواړو هېوادونو پر ګډو پولو د ۱۳۹۱ کال د نهمې میاشتې به نهمه نېټه د بدخشان د ( شهربزرګ او یاوان ) ولسوالیو او د تاجکستان د ختلان ولایت په شوراباد ولسوالۍ کې پیل شول او د همدې میاشتې په ۱۴ نېټه پای ته ورسېدل.

په پایله کې مو څلور وسله والې ډلې له ۱۲ کسانو سره ونیولې، دغو ډلو به د شمال ختیځو ولایتونو ټول نشه يي مواد راټولول او بیا به يي له تاجک قاچاق وړونکو سره په ګډه د تاجکستان له لارې منځنۍ آسیا ته قاچاق کول.

"دغه عملیات د دواړو هېوادونو پر ګډو پولو د ۱۳۹۱ کال د نهمې میاشتې به نهمه نېټه د بدخشان د ( شهربزرګ او یاوان ) ولسوالیو او د تاجکستان د ختلان ولایت په شوراباد ولسوالۍ کې پیل شول او د همدې میاشتې په ۱۴ نېټه پای ته ورسېدل."

بازمحمد احمدي

د دې ترڅنګ مو ۴۲۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد لکه چرس، هیرویین او تاریاک او ۴۲ میله بېلابېلې وسلې کشف او ضبط کړې دي."

ښاغلی احمدي وايي، په دې برخه کې پلټنې کوي، چې دغو قاچاق وړونکو ډلو د چا په ملاتړ نشه يي مواد لېږدول.

د نشه يي موادو پروړاندې د مبارزې مرستیال وايي، دغه عملیات یې دهغې هوکړې له مخې کړې، چې تېر کال د اکتوبر په میاشت کې تاجک او افغان چارواکو لاسلیک کړې وه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، نژدې راتلونکې کې به د افغانستان په شمالي پولو کې هم ګډ پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي.

دغه وزارت د ملګرو ملتونو د جرمونو پروړاندې د مبارزې له دفتره وغوښتل، چې په افغانستان او سیمه کې د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې لپاره ګډ پراخ عملیات پیل کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .