افغانستان ۱۴۰۰ خوځښت فعالیت پیل کړ

د خپريدو وخت: 07:51 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

ددغه جوړښت غړي وايي غواړي چې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي ډگرونو کې ځوانان يو موټى کړي.

د افغانستان١٤٠٠ په نامۀ د يوۀ نوي خوځښت بنسټگر وايي چې تر ډېره لوستي ځوانان ددوى له دغه يون سره ملگرتيا کوي.

سرچینه وايي دغه خوځښت ته يې ځکه دا نوم ورکړى چې هيله لري په ١٤٠٠ ميلادي کال کې يانې شاوخوا نهه کاله وروسته افغانستان په پرتلیز ډول پر يوۀ هوسا هېواد واړوي.

ددغه ډلې بنسټگر وايي د افغانستان د بېلو قامونو ځوانان يې ملاتړي دي، چې په وينا يې د ټولو وړتياوې به د گډو موخو لپاره کارول کېږي.

د خوځښت بنسټگر وايي چې گواکې د فعاليت لمن يې له پلازمينې و نورو ولايتونو ته هم مخ په غځېدو ده.

د ١٤٠٠ خوښت په نامه خوښت بنسټگر وايي هيله من دي چې خوښت به يې پايدونکې وي، خو وايي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته به نوماند ونه لري.

خو ددغه خوښت اجرايوي مشره شهرزاد اکبر وايي د رڼو ټاکنو د باورې کولو لپاره کار کوي:

''د ۱۳۹۳ لمريز کال په ټاکنو کې افغانستان ۱۴۰۰ د فشار د الې په توگه کار کوي، دا به دا خبره باوري کړي چې د افغانستان د ځوان کول استازيتوب کېږي، او دا به باوري کړي چې ټاکنيز بهير تر شونې کچې روڼ دى، موږ ددې موخې لپاره د بېلو بنسټونو سره ناستې لرو، خو موږ راتلونکو ټاکنو ته نوماند نه لرو ځکه چې زموږ موخه د افغانستان لرې راتلونکى برخيلک دى، دا چې دا ټاکنې د افغانستان خلکو ته ډېرې اړينې دي، نو موږ پر همدغه بنسټ خپل لومړى څرگند فعاليت همدې خبرې ته ځانگړی کړ.''

"ځوانان يو شمېر نور حکومتي او نا حکومتي بنسټونه هم لرې، او سږ کال خو په کابل کې د ځوانانو يوه لويه جرگه هم وشوه."

افغانستان څوارلس سوه نومي خوښت له افغان ولسمشر حامد کرزي نه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې خپل بې پرېتوب خوندي وساتي، او کره ټاکنو ته لاره هواره کړي.

خوځښت د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کميسیون نه هم وغوښتل چې د ټاکنو بهير ته باور جوړونه وکړي، او د نوماندانو د مالي سرچينو روڼاوي باوري کړي.

يو لړ شمېرې ښيي چې د افغانستان د ځوانانو پوړ سلنه تر نورو پوړونو لوړه ده، خو نيوکه کېږي چې ددغو ځوانانو له وړتياوو څخه په ټولنه کې اړينه گټه نه اخیستل کېږي.

ځوانان يو شمېر نور حکومتي او نا حکومتي بنسټونه هم لرې، او سږ کال خو په کابل کې د ځوانانو يوه لويه جرگه هم وشوه.

خو پر دغه راز بنسټونو يوه نيوکه دا کيږي چې گواکې کله کله دغه راز خوځښتونه د يو شمېر کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا هم د يو لړ پروژو په بڼه رامنځ ته کېږي.

بله دا چې وايي په غونډو او لاريونونو کې يې د گډونوالو شمېره ښکته وي، چې ښايي دا خبرې ددغه راز بنسټونو پر راتلونکي برخلیک اغېز ولري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .