بي بي سي افغانان غږوي: سوله

د خپريدو وخت: 05:32 گرینویچ - جمعه 07 ډسمبر 2012 - 17 لیندۍ 1391

د بي بي سي افغانان غږوي څلورمې خپرونه د سولې بهیر ته ځانګړې شوې وه.

بي بي سي افغانان غږوي د ستاسو نظر د ځانګړو خپرونو لړۍ ده چې څلورمه برخه یې تېر ماښام خپرونه خپره شوه او په افغانستان کې د سولې د راتلو د موضوع په اړه پکې اورېدونکو خپل نظرونه ورکړل.

یو شمېر اورېدونکو اندېښنه ښوولې که تر ۲۰۱۴ کال پورې د سولې خبرې کومې پایلې ته ونه رسیږي نو څه به کیږي.

دغه راز اورېدونکو د سولې د عالي شورا هلې ځلې کافي ونه بللې.

په کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب ددې خپرونې غټ ټکي په یوه راپور کې راغونډ کړي دي.

د سولې بهیر او په ځانګړې توګه د افغان حکومت له مخالفو وسله والو سره خبرې اترې هغه موضوع ده چې له ډېرو نیوکو سره مخ شوې.

د بي بي سي افغانان غږوي څلورمې خپرونه د سولې بهیر ته ځانګړې شوې وه.

زیاتره اورېدونکو پر افغان حکومت ددې بهیر د پرمخ بیولو په تړاو نیوکې کولې او د سولې د بهیر په پرمختګ کې یې د پاکستان پر رول ټینګار کاوه.

یو شمېر اورېدونکو بیا ټینګار کاوه چې نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار راوړي چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي یو تن اورېدونکی په دې اړه وايي.

له ننګرهار سحرګل امیرزی

وايي په دې ولایت کې زیاتره خلک په دې نظر دي چې که دواړه خواوې له شرطونو تېر شي نو کېدای شي سوله رامنځ ته شي.

د یعقوب خان منظور

په آند د سولې د عالي شورا لپاره هغه کسان غوره شوي چې په ولس کې هیڅ نفوذ نه لري. نو ددوی خبرې به پر خلکو څه اغېز ولري.

د بي بي سي خبرې کوي په نننې ماښامنۍ خپرونه کې به هغو پوښتونو او نظرونو له اړوندو چارواکو سره شریک شي چې تاسو په تېرو څلورو ورځو کې د بي بي سي او نورو همکار راډیو ګانو له لارې کړي

"له هغو کسانو سره چې د سولې خبرې کیږي د طالبانو ریښتني استازي نه دي. او هغه څه چې موږ وینو سوله نه ده بکلې یو ډول سیاست دی."

حسین ر حیمي-غزنی

دغه خپرونې له بي بي سي سره مهاله د افغانستان ملي راډيو، کلید، سلام وطندار او په هرات کې د صدای مردم راډیو ګانو او پژواک خبري اژانس له لارې هم خپرېږي.

صابر - نیمروز:

ځینې خلک هیله من دي چې یو څه کار شوی خو زیاتره خلک بیا په دې اند دي چې له اصلي مخالف اړخ سره خبرې نه دي شوي. او افغانستان د نړیوالې مرستې نه شي کولای سولې ته لار ومومي ځکه نړیوالو پر افغان حکومت خپل باور له لاسه ورکړی دی.

رحمت الله همنوا - کندوز:

خلک د سولې د پروسې هرکلی کوي، خو په دې اړه اندېښنې هم لري، ځکه د سولې د عالي شورا د هلوځلو څخه ډېر وخت تېرېږي، خو کومه ځانګړې لاس ته راوړنه یې نه ده لرلې.

ثمر ثابت- کندوز:

د سولې د عالي شورا له جوړېدو شاوخوا دوه کلونه تېریږي او میلیونونه ډالر لګول شوي دي، خو کومه ځانګړې لاس ته راوړنه نه لري، ځکه د دوی په کار کې روڼوالی نشته او بله ده چې مخالفین هم سولې ته لېوالتیا نه لري.

ډ‌اکټر سید خلیل کاظمي:

په اوسنیو حالاتو کې د سولې په تړاو ټول اړخونه تیاره ښکاري. د سولې عالي شورا هم پرته له غونډو بل څه نه دي کړي. اوس وخت باید پاکستان ته ډېر پام وشي، ځکه په پاکستان کې هم حالت ښه نه دی او نړیواله ټولنه کولای شي چې په لږ فشار سره په پاکستان د سولې قبول ومني.

ویرجینیاـ تماس:

اوس چې موږ کمزورې اداره لرو څنګه کولای شو چې سولې ته ورسیږو، او بله دا چې باید نړیواله ټولنه او ناټو پر پاکستان فشار راوړي چې د سولې په بهیر کې مرسته وکړي. ځکه پاکستان دی چې له مخالفینو ملاتړ کوي.

حسین رحیمي - غزني:

له هغو کسانو سره چې د سولې خبرې کیږي د طالبانو ریښتني استازي نه دي. او هغه څه چې موږ وینو سوله نه ده بکلې یو ډول سیاست دی.

بسم الله پښتونمل زابل:

"د سولې د عالي شورا لپاره هغه کسان غوره شوي چې په ولس کې هیڅ نفوذ نه لري. نو ددوی خبرې به څه اغېز ولري."

یعقوب خان منظور

د سولې په اړه ډېرې اندېښنې شته، ځکه خلک داسې فکر کوي چې هیڅ اړخ د سولې خبرو ته وفاداره نه دي، او بهرنیانو له زړه په دې اړه څه نه دي کړي.

ستار دولتي- غور:

که پاکستان او ددې هېواد استخبارات ونه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي، نو هلې ځلې به کومه نتیجه ورنه کړي.

بهروز الطاف:

سوله له هر چا سره باید ونه شي.

عبدالقیوم زابل:

افغان دولت څه ضمانت ورکولای شي چې هېواد ته سوله راتلای شي.

هرات شعیب تنها:

د سولې په خبرو کې د افغان د حکومت اصلي مقابل لوری څوک دی، پاکستانو سعودي، طالبان یا څوک....؟

سکینه هرات:

موږ په دې اړه اندېښنه لرو، ځکه ښځو ته په دې برخه کې هیڅ برخه نه ورکول کیږي او وېره ده چې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شي.

باسل بلخ:

د مزار شریف خلک پر افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او بهرنیو ځواکونو نیوکې کوي چې په دې برخه کې یې ډېر څه نه دي کړي او باید مخامخ له پاکستان سره خبرې وشي.

ښځې هم د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنې لري، چې په راتلونکې کې

یعقوب خان منظور - پکتیکا:

د سولې د عالي شورا لپاره هغه کسان غوره شوي چې په ولس کې هیڅ نفوذ نه لري. نو ددوی خبرې به څه اغېز ولري.

ننګرهار سحرګل امیرزی:

په ننګرهار کې زیاتره خلک په دې نظر دي چې د سولې عالي شورا د خلکو تر منځ هیڅ باور نه لري، ځکه ددې شورا په مشرۍ کې داسې کسان دي چې لس کاله مخکې یې له مخالفینو سره جګړه کوله.

"سوله هغه وخت راتلای شي چې مشران یې وغواړي."

ملیارخان بهیر

که دواړه خواوې له شرطونو تېر شي نو کېدای شي سوله رامنځ ته شي.

احمد الهام په کندوز کې:

هغه کسان چې د سولې له بهیر سره یوځای شوي وايي چې هېڅ هم نه دي ورسره شوي.

وصال - اروزګان:

په اروزګان کې د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د سولې بهیر ښې لاس ته راوړنې شته، خو د سولې له بهیر سره یو ځای شوي خلک وايي چې له دوی سره شوې ژمنې نه دي پوره شوي:

هغه کسان چې د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي پیسې غواړي خو هغوی ته پیسې نه ورکول کیږي.

د سولې د راوستو لپاره دې یو لړ نوي ګامونه پورته شي، ځکه تېرو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

که چېرې شمالي ټلواله بښل کیږي نو طالبان هم باید وبښل شي، ځکه دواړو یو شان کړنې ترسره کړې دي.

باوري - ننګرهار:

که د ګاونډیو له لوري په افغانستان کې له سولې سره مرسته وشي

یو اورېدونکی له کندوزه:

یو شمېر خلک د سولې بهیر ښه ارزوي خو ددوی د ځانکړې لاس ته راوړنې په اړه اندېښنې هم لري، ځکه په شمالد ختیځو ولایتونو کې غیر مسؤلو وسله والو کسانو شتون خلک ته ستونزې جوړې کړې دي.

عمر:

بهرنیان په افغانستان کې د سولې بهیر لانجمن کوي، ځکه د هغو کسانو تضمین نه کیږي چې له دې بهیر سره یو ځای کیږي. ۲۸:۵۰

پاینده حکمت - کابل:

"زیاتره هغه کسان چې سولې ته لېوالتیا ښيي پاکستان یې نه پرېږدي چې په دې بهیر کې ورګډ شي."

سید شاه سقیم- کندهار

خلک سولې ته ډېر لېواله دي دا که د هر چا په منځګړیتوب کیږي. د سولې په مخ کې خنډونه د سولې د عالي شورا جوړښت او له دوی سره د یوې روښانه تګلارې نه شتون دی. ۳۳:۱۰

ملیار خان بهیر -کندهار :

سوله هغه وخت راتلای شي چې مشران یې وغواړي.

غلام دستګیر سلیمان خیل- پکتیکا:

سوله هغه وخت راتلای شي چې چارواکي حق ته غاړه کیږدي، او دواړه خواووې خپل دښمن وپېژني. او باید له افغان طالبانو سره خبرې وشي.

عبدالغفار رحماني- خیبر پښتونخوا:

ښکېلې خواوې باید له خپلو ګټو تېر شي او ملي ګټې په پام کې ونیسي.

عارف نوري - غزني:

خلک سولې ته خوشبینه نه دي ځکه لېوالتیا یو اړخیزه ده.

مامون درانی- کندهار:

خلک په دې آند دي چې د سولې په راوستو کې اصلي لوبغاړي امریکا او پاکستان دي.

دوا خان مینه پال- کندهار:

تر څو چې د سولې لپاره ریښتنې اراده نه وي او یو میکانیزم موجود نه وي سوله نه راځي، په سولې کې نور اړخونه مبهم شرطونه وړاندې کوي.

محمد غني بهادري- غزنی:

"تر هغه څه چې د خلکو د پوهې کچه لوړه نه شي نو سوله نه شي راتلای، سوله هغه وخت راتلای شي چې د خلکو زړونه ترلاسه شي."

عزیزالله الماس- اروزګان

هغو اصولو ته چې په سیمه کې مروج دي باید په پام کې ونیول شي، ښکېلې خواوې باید د سولې لپاره له خپلو غوښتنو تېر شي.

چې اوس دومره پام نه ورته کیږي.

سید شاه سقیم - کندهار:

زیاتره هغه کسان چې سولې ته لېوالتیا ښيي پاکستان یې نه پرېږدي چې په دې بهیر کې ورګډ شي.

عزیز الله الماس - اروزګان:

تر هغه څه چې د خلکو د پوهې کچه لوړه نه شي نو سوله نه شي راتلای، سوله هغه وخت راتلای شي چې د خلکو زړونه ترلاسه شي.

احمد شاه احمد - غزني:

د سولې عالي شورا کار لاس ته راوړنې درلودې او کار یې نه هېرېدونکی دی. خو که تر څنګ یې مدني ټولنو او ګوندونو ته هم واک ورکړل شي نو ښه پایله به ولري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .