امریکا په افغان جګړه کې د ۲۰۰ ماشومانو نیول منلي

د خپريدو وخت: 10:44 گرینویچ - شنبه‬ 08 ډسمبر 2012 - 18 لیندۍ 1391

په ۲۰۰۸ کال د امریکا متحدو ایالتونو ویلي وو، چې په عراق کې یې نژدې ۵۰۰ ماشومان نیولي او بندي کړي دي، او بګرام کې یې یوازې لس ماشومان بندیان کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو منلې ده، چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې په افغانستان کې د جګړې پرمهال تر ۲۰۰ ډېر ماشومان نیلوي او د بګران په امریکايي زندان کې یې ساتلي دي.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو ته د درناوي د تړون په مناسبت د یوه ځانګړي راپور یوه برخه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له لوري په هرو څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د په تړاو د جنیوا جرګه ګۍ ته وړاندې کېږي.

راپور وايي دغه ماشومان "د امریکا ضد جنګیالي" ګڼل شوي، او له دې کبله په بند کې ساتل شوي، چې ګني "د جګړې ډګر ته بېرته ستانه نه شي."

د امریکا د باندینیو چارو وزارت ویلي، له دغو نیول شوو ماشومانو یې ځینې افغان چارواکو ته سپارل شوي دي، او ځینې نور بیا لاهم بګرام زندان کې دي.

د امریکا د بشري حقونو د مدني ازادیو د پروګرام مشر جمیل داکوار وايي، چې د نیول شوو ماشومانو عمرونه د نیول کېدا پرمهال تر ۱۳ یا ۱۴ کلونو ډېر نه وو.

شکنجه

داکوار د دغو ماشومانو پر نیولو نیوکه کړې ده – ځکه چې په وینا یې "ماشومان په زندان کې شکنجه شوي او ددوی له نړیوالو قوانینو سرغړاوی شوی دی."

ددغو ماشومانو له حقونو د نړیوال عدالت مدافع شبکې مدیرې تینا فوسټر ویلي "په بګرام زندان کې مې داسې ماشومان ولیدل، چې عمرونه یې تر ۱۱ او ۱۲ کلونو ډېر نه وو."

هغه زیاتوي چې "باوري یو، چې ددوی شمېر تر دوو سوو ډېر و؛ ځکه چې د پروان بګرام کې سلګونه نور ماشومان هم وو.

په ۲۰۰۸ کال د امریکا متحدو ایالتونو ویلي وو، چې په عراق کې یې نژدې ۵۰۰ ماشومان نیولي او بندي کړي دي، او بګرام کې یې یوازې لس ماشومان بندیان کړي.

د عراق ۲۵۰۰ نیول شوي ماشومان د مخکني ولسمشر جورج بوش د واکمنۍ د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ نیول شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .