کابل کې د نشيانو زياتېدا او د مبارزې هڅې

د خپريدو وخت: 19:54 گرینویچ - دوشنبه 10 ډسمبر 2012 - 20 لیندۍ 1391

په افغانستان کې بېلابېل اړخونه د نېشو پر وړاندې د مبارزې هلې ځلې کوي

د نشه یې توکیو کارول د کابل ځینو اوسېدونکيو لپاره یو عادي کار شوی دی.

که تاسې کابل ښار ته راووځئ نو پر نېشه یې توکیو لسګونه روږديو کسانو سره به مخامخ شئ.

دغه په نشو اخته کسان په آسانۍ سره نشه یې توکي ترلاسه کوي او په ښکاره توګه یې د پېچکاریو او نیچو له لارې کاروي.

دا په داسې حال کې چې د نشه یې توکیو پر وړاندې مبارزې دولتي او نړیوالې هڅې هم روانې دي.

په کابل کې همدا اوس د افغانستان په ګډون د ۸ هېوادونو مدنې ټولنو فعالان سره غونډ شوي او پر دې غور کوي چې د نشه یې توکیو پر وړاندې د مبارزې یوه نوې لار یې غوره کړې.

ميرویس میدان ته په ورتلو مې د پولیسو او پر نشه یې توکیو یا هیرویینو د روږديو کسانو ترمنځ د شخړې غږونه اورېدل.

پولیس هڅه کوله چې روږدي کسان له سړکونو وشړي خو نشه يانو ويل کوم ځای نه لري چې ورشي.

د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې آن د سړک د غاړو ګلدانيو کې روږدي کسان په ډلو ډلو ناست وي او هیرویین کاروي.

له دې سیمو یوه هم پر میرویس میدان د پاسه نوی جوړ شوی هوايي پول دی.

دلته یو دوه نه بلکې په لسګونه روږدي کسان لیدل کېږي چې د نیچو او پیچکاریو له لارې نشه یې توکي کاروي.

ټولنيزه ستونزه

هغه کسان چې د پېچکاریو له لارې نشه یې توکي کاروي د نشې له امله په آسانۍ سره خپل رګونه نشي موندلی او دومره ستنې یې وهلې چې ټول لاسونه یې په وینو لړلې دي.

افغانستان کې د نشيانو زياتېدا په يوه جدي ټولنيزه ستونزه بدلېدی شي

دغه پول له دوو امنیتي حوزو سره تړلی دی. د یوې حوزې پولیس روږدي د پله له یو سر نه بل ته ځغلوي او د بلې حوزې پولیس يې مقابل لوري ته.

په دې سیمه کې د روږديو کسانو مړاوي حالت، په وینو ککړ لاسونه او د زړو پېچکاریو کارولو منظرې کتل سړی ته ټکان ورکوي. هر څوک چې له دې سیمې تېرېږي وايي د دوی حالت یې ځوروي.

يوې مېرمنې ويل: "د دوی په لیدلو سره وډاره شوم، له دولته غواړم چې د دوی لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې ونیسې چې هم یې درملنه وشي هم یو د یو مسلک خاوندان شي."

د کابل په سړکونو کې یوازې د هیرویینو کاروونکي نه دي چې له ذهني اړخه خلک ځوروي.

په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه ماښام او ماخوستن د کابل پر سړکونو او کوڅو کې د چرسو بوی د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکې په تنګ کړي دي. د خلکو په وینا د هر بل وخت په پرتله د چرسو کارول ډېر شوي دي.

د مبارزې هلې ځلې

په افغانستان کې د نشه یې توکیو پر وړاندې له بېلابېلو لارو مبازره کېږي.

په کابل کې د سیمې ۸ هېوادونو مدنې ټولنو فعالان سره غوڼډ شوي او هڅه یې کوله چې په سیمه کې د نشه یې توکیو د تولید، قاچاق او کارونې د مخنيوي لپاره ګډې لارې چارې راوګوري.

په دې غوڼډه کې د سیمې د موسیقۍ او سپورټي ستوريو هم ګډون کړی و. چارواکي وايي د دغو ستوريو له لارې غواړي د نېشه یې توکيو پر وړاندې مبارزې ته ولسي بڼه ورکړي.

له نشه یې توکیو سره د مبارزې وزارت مرستیال هارون رشید شیرزاد وايي د دغو ستوريو سره غونډېدا يوه موخه او هدف لري:

"دوی مشهور سندرغاړي دي، چې د يوه هدف لپاره راپورته شوي دي. دوی د سپورټ لوبغاړي دي، د نظر څښتن مشران دي، دغه کسان مو راغوښتي چې له دوی سره په ګډه دا مبارزه وساتو، او له دولتي چوکاټه يې راوباسو او د خلکو او کورنيو درشل ته يې ورسوو."

په کابل کې د سیمې ۸ هېوادونو مدنې ټولنو فعالان سره غونډ شوي چې د نشو پر وړاندې د مبارزې لارې چارې پیاوړې کړي

له مشهورو ستوريو يو هم د افغانستان نامتو سندرغاړي فرهاد دریا و، چې په دې غوڼډه کې يې ګډون کړی و. ده د نشې پر وړاندې مبارزه کې د موسيقۍ ارزښت يادونه کوله:

" موسیقي او هنر انسان ته د مثبت فکر لوړه وړتيا ورکوي، نو له همدې امله کېدی شي چې له جنایت او نشې نه د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو د لرې ساتنې لپاره یوه تر ټولو ګټوره لار وي."

دا لا جوته نه ده چې شوې هڅې به تر کومه بریده په افغانستان کې پر نېشو د روږدو کسانو سمولو او درملنه کې رول ولوبوي.

په افغانستان کې د روږدو کسانو د شمېر په اړه وروستۍ ارزونه په ۲۰۱۰ کال کې شوې وه، هغه مهال په دغه هېواد او په ځانګړې توګه کابل کې د نشه یې توکیو کارونه په اوسنۍ کچې پراخه نه وه.

که حالات همداسې وي نو ښايي افغانستان کرار کرار د هغه هېوادونو په ډله کې ورګډ شي چې پر نشه یې توکیو د روږدو کسانو شمېر په کې په لوړه کچه کې دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .